د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د بورډ غړي د شبکې د بورډ غړو دنده په اغیزمنه توګه د شبکې ستراتیژۍ له عملي کیدو څخه ډاډ ترلاسه کول دي. له همدې امله دا بورد په کابل او ولایتونو کې د اجرايي پلاوي په فعالیتونو څارنه کوي. دا پلاوی په د موکراتیکه توګه د عمومي مجمع لخوا انتخابیږي. جاوید شکیب د اداري اصلاحاتو د خپلواکې ادارې د امتحاناتو د دفتر رییس محمد نعیم نظری د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مرستیال زهرا سپهر د افغانستان د ماشومانو او ښځو د پراختیا سازمان اجرايي مشره زمان سلطانی په سویلي آسیا کې د بښنې نړیوال سازمان څیړونکی لیا جواد د عدالت په موخه د ښځو د یوالي موسسې اجرايي مشره عبدل ودود پدرام د بشري حقونو او تاوتریخوالیو د لمینځه وړو موسسې اجرايي مشر (HREVO) زمری تمیم د افغانستان د نړیوال حقوقي سازمان غړی