په «بن کې د افغانستان په اړه په نړیوال کنفرانس» کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې حضور Post author:Atiqullah Ahmadi Post published:اکتوبر 16, 2014 Post category:اخبار / ریپوټونه / موضوعی ریپوټونه Post comments:0 Comments د بن کنفرانس چې په اوسنیو شرایطو کې د زیات اهمیت وړ دی، له ۲۰۱۴ میلادی کاله وروسته په افغانستان کې د امنیت ټینګښت او ملاتړ تعریف کوی. دا کنفرانس چې د مدنی ټولنې په پراخ حضور سره د آلمان په بن ښار کې جوړ شو، په نړیواله کچه د رسنیو لخوا خپور شو. د دې کنفرانس تر ټولو مهم پیغام د افغانستان په وړاندې د نړیوالې ټولنې ژمنتیا ده. په دې کنفرانس کې د امریکامتحده ایالاتونو، د اروپایی ټولنې غړو هیوادونو، هند، جاپان، کاناډا، آسترالیا او د افغانستان په بیا رغونه او دامنیت په ټینګښت کې ټولو شاملو دولتونو د خپلونو استازو په استولو سره له نوی نظام څخه د دموکراسۍ د ارزښتونو په ساتنې سره، بشری حقونو او د قانون حاکمیت ته په احترام له افغانستانه خپل ملاتړ اعلان کړ. په دغه کنفرانس کې د امریکامتحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیرې، هیلری کلنټن په خپلې پنځه دقیقه یی وینا کې له افغانستانه د خپل دولت پر مرلاتړاو د مدنی ټولنې پر پیاوړتیا، د بشری حقونو او دموکراسې ارزښتونو ته پر احترام ېې ټینګار وکړ. د آلمان لومړۍ وزیرې میرمن مرکل، د خپل هیواد او اروپایی اتحادېې په استازی توب، له افغانستانه د دې اتحادېې د ملاتړ په وړاندې یو اصلی وارخ مخکی شرط د بشری حقونو ارزښتونو ته احترام وباله. په دغه کنفرانس کې یوشمیر نورو ګډونکونکو هیوادونو هم په افغانستان کې د اساسی قانون پربنسټ له یوه قانونمند نظام څخه ملاتړ اعلان کړ، له دې امله د افغانستان خلکو ته د دغه کنفرانس جوړیدل ډیر د اهمیت وړ وو. له دغه کنفرانسه یوه ورځ مخکې، په بنُ کې د مدنی ټولنو غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د مدنی ټولنې ۳۴ تنو استازو چې په دیموکراتیکه بڼه د مدنی ټولنو لخوا انتخاب شوی وو ګډون کړی وو. په بنُ کې د مدنی ټولنو په غونډه کې د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې لس غړو هم ګډون کړی وو، چې په دغه مهمه غونډه کې د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پیغام خپور کړ. په دې غونډه کې د افغانستان د مدنی ټولنو استازو دبنُ د غونډې په اړه خپل نظرونه څرګند او جمعبندی کړل. په بنُ کې د مدنی ټولنې کنفرانس د یوه مهم اصل ښکارندوی وو او هغه دا چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د مدنی ټولنې ونډې ته زیات اهمیت ورکوی. بلخوا په بنُ کې د مدنی ټولنو د غونډې جوړیدو د بن د نړیوالو کنفرانس پر مشروعیت مثبته اغیزه وکړه. مدنی ټولنه چې نړیوالې ټولنې او د افغانستان دولت ته د افغانستان دخلکو د پیغام رسونې مسولیت لری، په افغانستان کې د بشری حقونو او دموکراسۍ پر بنسټیزه کیدو ټینګار کوی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، په دواړو کنفرانسونو کې فعاله ونډه ولوبوله. په بنُ کې دمدنی ټولنې د کنفرانس غړو، د نظام په جوړښت کې د ښځو پرونډې، د افغانستان په نظام کې د دموکراسۍ پر پیاوړتیا، د قانون د حاکمیت پر ټینګښت، د بشری حقونو دارزښتونو پر تعمیم او په افغانستان کې د مشروعیت پر ترویج بحث وکړ. په بنُ کې د افغانستان په نړیوالو کنفرانس کې، چې د نړۍ کابو نیوی هیوادونو استازو په ګډون جوړ شوی وو، د افغانستان د مدنی ټولنې دوه استازو ګډون درلود. په کابل کې د بنُ نړیوال کنفرانس ته د مدنی ټولنې د استازو د ټاکلو په انتخاباتو کې دواړه کاندیدان د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې غړی وو چې بریالی شول. او د هیواد په کچه ېې د شبکې ونډه مطرح کړه. ښځو او ماشومانو ته د انسانی مرستو د موسسې ریسه، او د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د بورد ریسه، میرمن سیلۍ غفار او د شبکې ویاند او د راډیو سهار پخیر افغانستان ریس، ښاغلی باری سلام د رایو په اکثریت د مدنی ټولنې لخوا دغه کنفرانس ته وټاکل شول. دواړو استازو په دغه کنفرانس کې په خپلې فعالې ونډې سره د افغانستان دمدنی ټولنې پیغام ګډونوالو ته مطرح کړ. د افغانستان د مدنی ټولنې د پیغام په یوه برخه کې چې «په بن کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس ته» مطرح شو راغلی دی چې په افغانستان کې ټول بدلونونه باید د افغانستان د اساسی قانون د ارزښتونو پر بنسټ وی او د دغو ارزښتونو پر سره هیڅ معامله ترسره نشی. د افغانستان د وضعیت په ښه والی کې د ښځو ونډې ته احترام وشی، او د بشری حقونو او دموکراسۍ ارزښتونه په افغانستان کې د هر بدلون زمینه برابره کړی. همداراز په پیغام کې دافغانستان د مدنی ټولنې پر با اهمیته ونډې او د مدنی ټولنې د ونډې له لارې د افغانستان دولت او وګړو ترمنځ د یوه کارنده ډیالوګ پر رامنځته کولو بحث وشو. په دغه کنفرانس کې د مدنی ټولنې فعاله ونډه اخیستل، د دې ښکارندویی کوی، چې د افغانستان مدنی ټولنه د افغانستان د راتلونکی لپاره د یوه مهم پیغام لرونکې ده او د افغانستان مدنی ټولنه باید تجرید شوې ښکارنده ونه بلل شی. که څه هم چې د افغانستان مدنی ټولنه د نورو ښکارندو په څیر په هیواد کې د نظام جوړونې په لړۍ کې د نړیوالې ټولنې مرستو پورې تړلی ده، خو د هرې ورځې په تیریدو سره مدنی ټولنې په افغانستان کې خپله ونډه او ځای ترلاسه کړی دی. د بنُ په دواړو مهمو غونډو کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د غړو فعال ګډون، د هیواد په کچه د دغې ټولنې د فعال او پراخ پرستیژ د شتون څرګندونه کوی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې دارالانشا، په دواړو غونډو کې د خپلو غړو ټولنو له فعالې ونډې مننه کوی او هیله لری چې په با اهمیته ملی خپرونو کې فعاله او کارنده ونډه ولوبوی. You Might Also Like د بشری حقونو د نړیوالو میکانیسمونو، روزنیز لاسوند اکتوبر 2, 2014 دافغانستان اسلامی جمهوری دولت ته د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې، دپرانیستی تحلیلی لیک، دکنفرانس لنډ راپور سپتمبر 24, 2014 راځئ چې افغانستان د ژوند کولو وړ وګرځوو اکتوبر 4, 2014 ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړهCommentEnter your name or username to comment Enter your email address to comment Enter your website URL (optional) Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
دافغانستان اسلامی جمهوری دولت ته د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې، دپرانیستی تحلیلی لیک، دکنفرانس لنډ راپور سپتمبر 24, 2014