د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه د توانمندۍ له لوری د بشری حقونو د اصلی پارتنر په توګه ومنل شوه Post author:Atiqullah Ahmadi Post published:اکتوبر 14, 2014 Post category:ریپوټونه / موضوعی ریپوټونه Post comments:0 Comments له دوه زره لسم کال راهیسې په افغانستان کې د بشری حقونو د ټولنو ملاتړو بنسټونو پریکړه وکړه، تر څو په افغانستان کې د مدنی ټولنود ملاتړ لپاره یو صندوق جوړکړی چې له مخې وشی کولای د مدنی ټولنې د ظرفیت د لوړلو په برخه کې لازم ملاتړ وکړی او په دې برخه کې کارنده پروګرامونه همغږی کړی. دا ملاتړی دولتونه عبارت دی له بریټانیا، سویډن، ناروې، دنمارک او سویس. د دغو دولتونو مهم هدف، د افغانستان له مدنی ټولنې د ملاتړ په برخه کې د نړیوالې ټولنې د مرستو همغږی کول دی. له همدې امله ده چې توانمندۍ له دوه زره لسم میلادی کال راهیسې له مدنی ټولنو سره مشورتی غونډې جوړې کړې. د دغو خبرو او بحثونو پایله د «توانمند ۍ» په نوم د مدنی ټولنود همغږۍ د ملاتړی مرکز جوړیدل دی. توانمندۍ په ۲۰۱۲ کال کې خپل فعالیت پیل کړ. دغې ادارې په دریو پړاونو کې خپل فعالیت همغږی کړی دی. د توانمندۍ د فعالیتونو،لومړی برخه تشکیلاتی پروګرام جوړوی. په دې پړاو کې د توان مندۍ، اداری او مدیریتی تګلارې او موازین رامنځته شول. دوهم پړاو، لومړنی ملاتړ دی چې په دغه پړاو کې د مدنی ټولنو یوه برخه له ترلاسه شویو لارښونو څخه په ګټې اخیستو د توانمندۍ له اقتصادی او تخصصی ملاتړ څخه برخمن کیږی. د توانمندۍ د پروګرامونو دریم پړاو په بیلابیلو برخو کې د توانمندۍ، د اصلی پارتنرانو ټاکل دی. بشری حقونه په افغانستان کې د توانمندۍ له پروګرامونو څخه اصلی پروګرام بلل کیږی. د اصلی پارتنرانو د ټاکلو لپاره دغه بنسټ د بیلابیلو ادارو مدیریتی او څارنیزې پروګرامونه وه ارزول. د توانمندۍ څارنیزو ډلو هغو ادارو ته چې له توانمندۍ سره ېې د ستراتیژیک مشارکت غوښتنه کړې وه، دغو ادارو ته ورغلی او د هغو ادارو جوړښتونه، مدیریتی، اداری او اجرایی برخې وه ارزولې. له بلې خوا توانمندۍ د دغو ادارو ستراتیژیک پروګرامونه او پالیسۍ وه ارزولې. چې په پایله کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه وتوانیده چې د ارزونې دا پړاو په بریا سره ترسره کړی او د بشری حقونو د پیاوړتیا د پروګرامونو په تړاو د توانمندۍ د اصلی پارتنر په توګه د افغانستان د مدنی ټولنې په جوړښت کې په رسمیت وپیژندل شی. د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اجرایی پروګرامونه له توانمندۍ سره په همغږۍ کې له دوه زره څوارلسم کال راهیسې پیلیږی. دا پروګرامونه د بشری حقونو په اړه دعدالت غوښتنې، د بشری حقونو په برخه کې د مدنی ټولنو د ظرفیتونو لوړوالی، د بشری حقونو د ارزښتونو په اړه پوهاوی او په افغانستان کې د بشری حقونو له وضعیت څخه څارنه جوړوی. د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې دارالانشا، دا ګډ بریالیتوب خپلو ټولو غړو ټولنو ته مبارکی وایی. You Might Also Like راځئ چې افغانستان د ژوند کولو وړ وګرځوو اکتوبر 4, 2014 افغانستان تر کومه حده د نړیوالو او بشری حقونو پر ژمنو عمل کړی دی؟ مارچ 16, 2015 اطلاعاتو ته د لاس رسی ،د بشری حقونو د فرهنګ ترویج او د دموکراسۍ په پلی کیدو کې اطلاعاتو ته د لاس رسۍ د ونډې په اړه ددوهم څیړنیز سمپوزیم جوړیدل سپتمبر 28, 2014 ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړهCommentEnter your name or username to comment Enter your email address to comment Enter your website URL (optional) Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment.
اطلاعاتو ته د لاس رسی ،د بشری حقونو د فرهنګ ترویج او د دموکراسۍ په پلی کیدو کې اطلاعاتو ته د لاس رسۍ د ونډې په اړه ددوهم څیړنیز سمپوزیم جوړیدل سپتمبر 28, 2014