د جګړو په لړ کې له بدخشانه، د سولې غږ

د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې او د بشري حقونو او تاوتریخوالیو د لمنځه وړو موسسې د ۲۰۲۰ میلادي کال د اکتوبر په نولسمه د بدخشان ولایت په فیض آباد ښار کې، «د افغانستان د سولې په بهیر کې د زیانمنونکو لږکیو پراخ حضور» تر عنوان لاندې یو ورځنی کنفرانس جوړ کړ.  په دې کنفرانس کې اتیا تنو چې دولتي چارواکي، د ولایتي شورا غړي، مدني فعالان، د قرغز، واخي، ګجر، بلوڅو، نورستاني او ساداتو قومي مشرانو او سپینږیرو ګډون کړی وو. د یادونې وړ ده چې د یوشمیر دولتي او غیر دولتي  پوهنتونونو استادانو او محصلانو هم په دې کنفرانس کې ګډون کړی وو.  د بدخشان د والي مرستیال اختر محمد خیرزاده، د بدخشان ولایت د بشري حقونو د کمیسیون مشره آغلې عارفه نوید، د ولایتي شورا غړی ښاغلی محمد ذاکر آرین، د برنا پوهنتون رییس ښاغلی آدینه محمد امیني، د بدخشان د پوهنتون استاد ښاغلی سیاس نوري، د بدخشان د پوهنتون استاد ښاغلی صفي الله ظریفي او آغلې برګ ګل خلیلي د بدخشان پوهنتون استاده د دې غونډې ویناوال وو.  د خپرونې په پیل کې د بشري حقونو او تاوتریخوالیو د لمنځه وړو موسسې څیړونکي ښاغلي علي پیام نادري، د «د افغانستان د سولې په بهیر کې د زیانمنونکو لږکیو پراخ حضور» ترعنوان لاندې د څیړنې موندنې بیان کړې.  د دې خپرونې نورې برخې چې خبري کنفرانس ته ځانګړې شوې وې، د بدخشان ولایت د مدني ټولنې مرستیاله آغلې ستورۍ یزدان پرست، د بلوڅ د قوم یو تن منتقد ښاغلی عبدالرحمان محمودي، د واخان د قرغزیانو د شورا مشر ښاغلی سلطان محمد، د بدخشان د کوچیانو د همغږې مدیر ښاغلی زاهد، او په بدخشان ولایت کې د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږی کونکی سیدجوان دروازیان، د دغه  کنفرانس د پنل ویناوال وو.  د کنفرانس په پیل کې، د افغانستان…

Continue Reading د جګړو په لړ کې له بدخشانه، د سولې غږ

د مدني ټولنې او بشري حقونوشبکې او د تاوتریخوالیو د له منځه وړواو بشري حقونو موسسې اعلامیه

د کوچني اختر په ورځو کې درې ورځنی اوربند په افغانستان کې د جګړې د ښکیلو لوریو ترمینځ د باورجوړولو فرصت و؛ او موږ د دغه اوربند د غځولو غوښتونکي یو د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۷ / د ۲۰۲۰ د مې ۲۷ طالبانو د ۱۳۹۹ کال دغبرګولي په دریمه د یوې اعلامې په خپرولو سره دکوچني اختر په دریو ورځو  کې اوربند اعلان کړ. د طالبانو د اعلامې له خپریدو وروسته، د هیواد ولسمشر اشرف غني، هم د دې اعلامې ستاینه وکړه او امنیتي ځواکونو ته ېې امر وکړ چې اوربند مراعات کړي او یواځې د طالبانو له لوري د احتمالي برید پرمهال دفاع وکړي. په همدې حال کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر، ډاکټر عبدالله عبدالله هم د طالبانو د دې اقدام د ستایلو ترڅنګ دا اوربند په هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره مثبت ګام وباله. د افغانستان خلک، په ځانګړي توګه توکمیز او مذهبي لږه‌کي چې زموږ د ټولنې زیان‌منونکې برخه جوړوي، د هیواد له بیلابیلو سیمو څخه د طالبانو او افغان حکومت دا اقدام وستایه او همدارازېې د دې بهیر د غځیدو غوښتنه وکړه.  د مدني ټولنې او بشري حقونوشبکه او د تاوتریخوالیو د له منځه وړو، او بشري حقونو موسسه؛ د اکثریت خلکو، په ځانګړي توګه د هیواد لږه‌کیو د غوښتنو په پام کې‌نیولو سره، اوربند د ښکېلو خواوو ترمنځ د باورفضا رامینځته کولو لپاره یو مثبت ګام بولي او په ځانګړي ډول له طالبانو غواړي چې د دولت او طالبانو ترمینځ د باور فضا پیاوړي کولو او همداراز د دولت او طالبانو ترمینځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره غیر مشروط اوربند اعلان کړي.

Continue Reading د مدني ټولنې او بشري حقونوشبکې او د تاوتریخوالیو د له منځه وړواو بشري حقونو موسسې اعلامیه

د بین الافغانی خبرو د پیل په اړه د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې دریځلیک

د دولت او خلکو د استازو او طالبانو ترمینځ د دواړو خواو د شرایطو له پوره کیدو وروسته، د مستقیمو خبرو پیل، د افغانستان خلکو ته چې د کورنۍ جګړې په اوږدو کې یې شاوخوا نیمې پیړۍ قرباني ورکړې ده او د افغانانو یواځینې مهمه هیله ده د خوشحالۍ خبر دی.دا څرګنده ده چې د افغانستان وګړي د سولې یوې هر اړخیز او تلپاتې لارې ته سترګې په لار دي، چې په هغې کې د جګړې ټولې خواوې او د جګړې قربانیان ونډه ولري ترڅو د نن او راتلونکي نسلونه د دې سولې تر سیوري لاندې، ریښتیني سوکالي ومومي. د دې موضوع په پام کې نیولو سره، د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه، د مدني ټولنو، بشري حقونو ، رسنیو او د میرمنو بنسټونو څخه د جوړ شوي چتر بنسټ په توګه، د سولې خبرو په اړوند یوشمیر موارد وړاندیز کوي او باور لري که چیرې دا ټکي د سولې په خبرو کې په پام کې ونیول شي، د سولې بهیر به د لامنلو وړ پایلې ولري، له دې پرته نه یوازې داچې د سولې خبرې به جامع او دوامداره سولې لامل نه شي، بلکه دا به د بلې جګړې لامل هم شي.د شبکې لخوا وړاندیز شوي موارد، په لاندې ډول دي؛1. عدالت:• په افغانستان کې یوه تر ټولو ستره ستونزه، د عدالت نشتوالی دی. زموږ ټول وګړي د عدالت تږي دي او هیله ېې په هیواد کې د یوالي رامینځته کیدل دي. عدالت (په ځانګړې توګه ټولنیز عدالت) د سولې د هراړخیز او تلپاتې بهیر مهم رکن دی. سوله له عدالت پرته او عدالت له سولې پرته پایښت نشي لرلی. موږ له مرکچیانو غواړو که چیرې اوسني نظام کې بدلون رامینځته کوي، د نظام د بدلون موخه او اصل باید د ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي عدالت ټینګښت وي.• په تیرې۴۰ کلنې جګړه کې، میلیونونه تنه…

Continue Reading د بین الافغانی خبرو د پیل په اړه د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې دریځلیک

افغانستان تر کومه حده د نړیوالو او بشری حقونو پر ژمنو عمل کړی دی؟

  افغانستان د بشری حقونو زیاتو میثاقونو او  تړونونو سره یوځای شوی دی خو کله ېې هم په دغو ژمنو عمل ندی کړی. دا هغه هیواد دی چې د بشری حقونو له نهو مهمو کنوانسیونونو څخه اووه ېې منلی دی – پرهغې سربیره د ماشومانو د حقونو دوو پروتوکولونو سره هم یوځای شوی دی.   د دغو اسنادو ډیره برخه د طالبانو له رژیمه مخکې حکومتونو کې تاید شوی دی. له هر کنوانسیون سره له یوځای کیدو وروسته په هرو څلورو یا پنځو کلونو کې د هغې راپور د هغه کنوانسیون اړوندې کمیټې ته لکه څنګه چې په سند کې غوښتل شوی وړاندې شی. خو په دې لیکنه کې تاسو وینۍ چې افغانستان آن له دغه کنوانسیون سره له یوځای کیدو نه ویشت کاله وروسته هم ندی توانیدلی ملګرو ملتونو سازمان ته راپور وړاندې کړی. لکه د توکمیز تبعیض د منع او د مدنی او سیاسی حقونو کنوانسیون چې افغانستان د دری ویشتو کلونو له تیریدو او د دویم راپور له ورکړې وروسته دریم، څلورم او پنځم راپور ندی ورکړی؛ او دولت هوډ لری د شکنجې  د منع کنوانسیون لومړی راپور له دوه ویشتو کلونو وروسته په روان کال کې اړوندې کمیټې ته وړاندې کړی.   د طالبانو د رژیم له ماتې وروسته، او په دوه زره شپږم میلادی کال کې د بشری حقونو د شورا له جوړیدو او د نړیوالو پړاونونو د بیا کتنې د میکانیسم یا UPR، له جوړیدو وروسته تر اوسه د افغانستان دولت توانیدلی چې دوه ځلې لومړی په دوه زره نهم میلادی کال او وروسته په دوه زره دیارلسم میلادی کال کې د یو پی آر تر نظر لاندې د بشری حقونو شورا ته په هیواد کې د بشری حقونو د عمومی وضعیت په اړه راپور وړاندې کړی خو دا راپورونه ناسم، اغراق لرونکی او  ناسم وو. او همداراز راپورونه د یوه ضعیف…

Continue Reading افغانستان تر کومه حده د نړیوالو او بشری حقونو پر ژمنو عمل کړی دی؟

د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اتمه عمومی غونډه

 د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اتمه عمومی غونډه، د شبکې د غړو بنسټونو په ګډون د غبرګولی په یو ویشتمه نیټه په کابل کې جوړه شوه. عمومی مجمع یا عمومی غونډه د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې د پریکړې نیولو تر ټولو لوړه مرجع ده چې په هرو دوه کلونو کې یوځل ترسره کیږی او په هغې کې غړی بنسټونو د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې پر ستراتیژیکو مسایلو او پریکړو پلانونه کوی، او همداراز د دغه بنسټ د دریو کمیټو غړی په آزادو ټاکنو کې غوره کیږی. د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې مشر محمد نعیم نظری، د دغې غونډې په پیل کې د شبکې د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او د غړو بنسټونو کارنده همغږی او همکاری ېې وستایله. هغه له غړو بنسټونو وغوښتل څو د بشری حقونو د څار او د بشری حقونو د وضعیت د ښه کیدو لپاره په مشترکه توګه د عدالت غوښتنې په برخه کې تر پخوا زیاته ونډه واخلی. ښاغلی نظری زیاته کړه چې د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، په ۲۰۱۴ کال کې له غړو بنسټونو سره په نیږدې همکارۍ کې وتوانیده چې ۹ ټوکه روزنیز لاسوند او د بشری حقونو کتابونه خپاره کړی. هغه همداراز د مهمو راپورونو په اړه خبرې وکړې چې شبکې په ۲۰۱۴ میلادی کال کې جوړ کړی او اړوندو مراجعو ته ېې استولی دی. د ښاغلی نظری په وینا ICCته د UPR،د افغانستان د بشری حقونو په اړه کلنی راپور او د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمیسیون پر کارونو د څار استول شوی راپورونه له استول شویو هغو څخه دی. د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اجرایی رییس، د همغږۍ، ظرفیت پالنې، د بشری حقونو پر وضعیت د څار او عدالت غوښتنې په برخه کې له کړنو یادونه وکړه. له…

Continue Reading د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اتمه عمومی غونډه

د بامیانو د ولایتی شورا مشرې په توګه د میرمن طیبې خاوری د غوراوی په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام

د لوی او بښونکی خدای په نامه د بامیانو د ولایتی شورا مشرې په توګه د میرمن طیبې خاوری د غوراوی په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام د ۱۳۹۳ د لیندۍ ۲ سمون لری د ۲۰۱۴ زیږدیز کال، ۲۳ کابل ـ افغانستان      د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه خوشحاله ده چې د بامیانو ولایت عزتمنو خلکو د ۱۳۹۳لمریز کال په ټاکنو کې په پراخ ګډون کولو د بامیانو ولایتی شورا ته ېې خپل استازی غوره کړل.     ټاکنې د دموکراسۍ مهم رکن دی او خلک د رایو صندوقونو په لور په ورتګ سره د هغو پستونو  لپاره چې د وګړو د ټولیزې ارادې تمثیل کونکی بلل کیږی د اشخاصو او افرادو په غوره  کولو کې خپله ونډه  او اساسی مسولیت ترسره کوی.     ولایتی شورا ګانې، له هغو دموکراتیکو بنسټونو څخه دی چې د هغو غړی د خپلې کارنده او مهمې ونډې په ترسره کولو «قدرت» په مشروع «اقتدار» بدلوی. د ټولنیزې ارادې په تمثیل کونکو ادارو کې د پاکو، پوهو او ژمنو شخصیتونو حضور د دغو بنسټونو اغیزمنتیا تضمینوی، او د خلکو د رضایت پر کچې او د نظام د مشروعیت پر پایښت مستقیمه اغیزه کوی.      د بامیانو د ولایتی شورا  غړو د دغې شورا د مشرې په توګه د میرمن طیبې  خاوری په غوره کولو سره، خپل دموکراتیک ظرفیت او مدنی اراده نندارې ته کیښوده او د ولایتونو په کچه ېې د ولایتی شورا د لومړنۍ مشرې د ټاکل کیدو ویاړ د بامیانو لرغونې ولایت ته ورکړ.     دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه په دغې چوکۍ د میرمن طیبې خاوری ټاکل کیدل، د ښځو په وړاندې غوره او ښه عمل بولی، او هیله کیږی چې دغه  غوراوی  د ښځو د ریښتینې ونډې او مشارکت ټینګښت وی او دښځو ونډه د هیواد دوړتیا  په لوړیدو کې مرسته…

Continue Reading د بامیانو د ولایتی شورا مشرې په توګه د میرمن طیبې خاوری د غوراوی په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اجرایی ریس لخوا، د شبکې عمومی غونډې ته د ( ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲) کلونو ریپوټ

د لوی او بښونکی خدای په نامه تاسو ټولو درنو همکارانو ته د سلام او احترام په وړاندې کولو! لومړی له تاسو هریو څخه مننه کوم چې نن د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د اوومې عمومی غونډې د جوړیدو شاهد یاست. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، خپل فعالیتونه د هغې مشروع تګلارې پر بنسټ چې د شبکې د غړو ټولنو لخوا تصویب شوی، عیار کړی او د هیواد په کچه ېې پلی کوی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، مدنی ټولنو ته د بشری حقونو د ارزښتونو د ترویج لپاره لاره اواره کړې ده. اوس د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د روښانه، اغیزمنو او ګټورو پروګرامونو په طرحه کولو او پلی کولو سره د هیواد په کچه د بشری حقونو د ارزښتونو د عدالت غوښتنې په برخه کې په سترې چتر ټولنې بدله شوې ده. له نړیوالې ټولنې، د بشری حقونو فعالانو او د ښځو چارو له فعالانو سره د کارنده اړیکو لرل د دې ښکارندویی کوی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې په تیرو دوه کلونو کې، په لاندو برخو کې فعالیت کړی دی: ۱ـ د بشری حقونو د ارزښتونو د مفاهیمو په اړه د ظرفیت پالنې په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، د بشری حقونو د روزنیزو لاسوندونو په جوړولو او خپرولو سره، په هیواد کې د بشری حقونو د مفاهیمو د خپرولو په تر ټولو سترې سرچینې بدله شوې ده. دا لاسوندونه، مدنی ټولنو او دولتی ادارو ته د پروګرامونو د پلی کولو تګلاره او څرنګوالی روښانه کوی. د دغه لاسوند پر بنسټ، د روزونکو ډلې رامنځته کیږی او په کابل او نورو ولایتونو کې د شبکې د غړو ټولنو لپاره د روزونکو د روزلو زمینه رامنځته کیږی. موږ په تیرو دوه…

Continue Reading د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اجرایی ریس لخوا، د شبکې عمومی غونډې ته د ( ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲) کلونو ریپوټ

د اهل هنود هیوادوالو د پارلمانی چوکۍ د، رد په اړه د ملی شورا د پریکړې حقوقی تفسیر

لیکوال: ملک ستیز د ملی شورا دا پریکړه له ټولو ملی او نړیوالو حقونو سره ټکر کې ده. زه باور لرم چې دا پریکړه د انسان پیژندنې او ټولن پیژندنې د علومو له ضوابطو سره په مخالفت کې نیول شوې ده، خو له دې امله چې په دغه برخه کې تخصص نلرم له ټولو پوهو انسانانو چې په دې اړه وړتیا لری غبرګون څرګند کړی او پرې نږدی چې د هغوۍ اهل هنود وطنوال د تجرید احساس وکړی. خو د نړیوالو چارو څیړونکی په توګه په دې اړه خپل نظر مطرح کوم. هیله مند یم چې په مدنی ټولنه، سیاسی ګوندونو او د هیواد په پارلمان کې زما همکاران د دغې ستونزې ملی حساسیت ته په پام سره، د لازیات مسولیت احساس وکړی او خپل مطلوب غبرګونونه وړاندې کړی. د ملی حقونو له نظره د سیاسی نظام یو اساسی وار مخکې شرط حقوقی مشروعیت دی. دا مشروعیت د خلکو د ارادې له امله رامنځته کیږی چې په هرسیاسی نظام کې د مشروع اقتدار لامل شمیرل کیږی. په یوشان د وګړو ونډې ته کم ارزښت ورکول د سیاسی نظام مشروعیت تضیغف او له ګواښ سره مخامخ کوی. دا اصل دافغانستان د اساسی قانون په دوه ویشتمه ماده کې داشان تسجیل شوی دی: «دافغانستان د اتباعو ترمنځ هر راز تبعیض او امتیاز منع دی، دافغانستان اتباع ښځې او نارینه د قانون په وړاندې مساوی حقوق او وجایب لری» د تبعیض وړاندې شوی تفسیر داشان دی: «د یوه نظام د وګړو په وړاندې تبعیض کول د یوه نظام لخوا په حقوقی چلند کې د بدلون شتون دی» دا حقوقی چلند د حکومت اجرایی مرکز رامنځته کوی او قانون په ټولنه کې عام کوی. د تبعیض لرونکو قوانینو خپرول په ټولنه کې د بشری حقونو د سرغړونې لپاره لاره اواروی او هغه په ټولنیز فرهنګ بدلوی. د پارلمان پریکړه چې ددولت د…

Continue Reading د اهل هنود هیوادوالو د پارلمانی چوکۍ د، رد په اړه د ملی شورا د پریکړې حقوقی تفسیر

د نړیوالو بشر دوستانه حقونو د ترویج په اړه ژمنی مکتب

په افغانستان کې دنړۍ د څلویښتو زیاتو هیوادونو پوځی ځواکونه په کشفی او پوځی پروګرامونو لاس پورې کوی. نړیوال راپورونه څرګندوی، چې په دغو پوځی پروګرامونو کې زیات شمیر ملکی وګړی چې ډیری ېې ماشومان او ښځی دی قربانی کیږی. همداراز د دولت وسله وال مخالفان هم له ملکی وګړو څخه د ځان د سپر په توګه کار اخلی. په خواشینۍ سره باید ووایم چې په دې پوځی پروګرامونو په پراخه کچه نړیوال بشر دوستانه حقونه تر پښو لاندې کیږی. همداراز د سیاسی نظام په جوړښت کې د بشرغوښتونکو حقونو د فرهنګ په اړه د بشپړ اطلاعاتو نشتوالی د دې لامل شوی چې د بشرغوښتونکو حقونو په اړه د مدنی ټولنو د عدالت غوښتنې ونډه څرګنده نوی. دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، د نړیوالو بشر غوښتونکو حقونو د فرهنګ د ترویج او تعمیم په موخه، د پوهاوی ورکولو او ظرفیت لوړولو یو پړاو پروګرامونه ترسره کوی. په دې لړ کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې په کابل د هیواد په شمال او شمال ختیځ، لویدیځ، سویل ختیځ او مرکزی سیمو کې د روزونکو د روزنې پلی کړی دی او له مخې ېې د « نړیوالو بشر دوستانه حقونو لاسوند طرحه شو »، او د مدنی ټولنو په واک کې ورکول شو. په هغه ژمنی ښونځی کې چې د نړیوالو بشر دوستانه حقونو په اړه، د کابل په سنترال په هوټل کې ترسره شو، د افغانستان له مرکز او ولایتونو څخه د شبکې ۶۵ مهمو روزونکو او غړو ګډون کړی وو او د نړیوالو بشر غوښتونکو حقونو پر ارزښتونو او شته ستونزو پراخ بحثونه وکړل. د دغه ښونځی د ګډونوالو په باور، د نړیوالو بشر غوښتونکو حقونو پر بنسټ، د افغانستان دولت، نړیواله ټولنه او ټولې ښکیلې ډلې باید دغو ارزښتونو ته خپله ژمنتیا او احترام په روښانه توګه مطرح کړی. د…

Continue Reading د نړیوالو بشر دوستانه حقونو د ترویج په اړه ژمنی مکتب

په «بن کې د افغانستان په اړه په نړیوال کنفرانس» کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې حضور

د بن کنفرانس چې په اوسنیو شرایطو کې د زیات اهمیت وړ دی، له ۲۰۱۴ میلادی کاله وروسته په افغانستان کې د امنیت ټینګښت او ملاتړ تعریف کوی. دا کنفرانس چې د مدنی ټولنې په پراخ حضور سره د آلمان په بن ښار کې جوړ شو، په نړیواله کچه د رسنیو لخوا خپور شو. د دې کنفرانس تر ټولو مهم پیغام د افغانستان په وړاندې د نړیوالې ټولنې ژمنتیا ده. په دې کنفرانس کې د امریکامتحده ایالاتونو، د اروپایی ټولنې غړو هیوادونو، هند، جاپان، کاناډا، آسترالیا او د افغانستان په بیا رغونه او دامنیت په ټینګښت کې ټولو شاملو دولتونو د خپلونو استازو په استولو سره له نوی نظام څخه د دموکراسۍ د ارزښتونو په ساتنې سره، بشری حقونو او د قانون حاکمیت ته په احترام له افغانستانه خپل ملاتړ اعلان کړ. په دغه کنفرانس کې د امریکامتحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیرې، هیلری کلنټن په خپلې پنځه دقیقه یی وینا کې له افغانستانه د خپل دولت پر مرلاتړاو د مدنی ټولنې پر پیاوړتیا، د بشری حقونو او دموکراسې ارزښتونو ته پر احترام ېې ټینګار وکړ. د آلمان لومړۍ وزیرې میرمن مرکل، د خپل هیواد او اروپایی اتحادېې په استازی توب، له افغانستانه د دې اتحادېې د ملاتړ په وړاندې یو اصلی وارخ مخکی شرط د بشری حقونو ارزښتونو ته احترام وباله. په دغه کنفرانس کې یوشمیر نورو ګډونکونکو هیوادونو هم په افغانستان کې د اساسی قانون پربنسټ له یوه قانونمند نظام څخه ملاتړ اعلان کړ، له دې امله د افغانستان خلکو ته د دغه کنفرانس جوړیدل ډیر د اهمیت وړ وو. له دغه کنفرانسه یوه ورځ مخکې، په بنُ کې د مدنی ټولنو غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د مدنی ټولنې ۳۴ تنو استازو چې په دیموکراتیکه بڼه د مدنی ټولنو لخوا انتخاب شوی وو ګډون کړی وو. په بنُ کې د مدنی ټولنو په…

Continue Reading په «بن کې د افغانستان په اړه په نړیوال کنفرانس» کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې حضور