د سولې خبرو کې دې د ښځې او نارینه د حقونو برابرۍ ته پام وشي
یو شمېر مدني فعالان وايي، د ښځې او نارینه د حقونو د برابرۍ پر موضوع باید د سولې خبرو کې په هر اړخیز ډول بحث شي؛ کنه نو د سولې له هوکړې وروسته به ښځې د خپلو حقونو په برخه کې په ځانګړې توګه حکومت کې پرېکړه نیونې او مشارکت کې ډېرو ستونزو سره مخ شي.د پوهنتون استاد او مدني فعال وحیدالله قاردي د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې سره خبرو کې وايي، د دولت مرکچي ټیم باید د سولې خبرو کې د ښځو او نارینهوو د حقونو برابرۍ پر موضوع هر اړخیز بحث وکړي او د ښځو او نورو ښاریانو د حقونو له موضوع څخه دفاع وکړي. «دا د افغان دولت د مرکچي پلاوي د غړو مسوولیت دی. که طالبان راتلونکي حکومت کې د نارینه او ښځې د برابرۍ موضوع په اړه افغان دولت سره هوکړې ته ونهرسیږي، فکر نه کوم چې مونږ دې سولې ته ورسېږو. امکان شته چې سیاسي سوله رامنځ ته شي؛ خو که ټولنیزه سوله چې د سیاسي سولې بشپړونکې ده، ټکنۍ شي، ښاریان په ځانګړې توګه ښځې به ونهشي کولی چې له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي.»شبکه: داسې یوې ډلې سره خبرې به، چې ښه مخینه په ځانګړې توګه د ښځو په تړاو یې نه لري، یوې پایلې ته ورسیږي؟ قادري: لکه څنګه چې مې یادونه وکړه، دولت باید طالبانو سره سوله کې، د ښځو او نارینهوو د برابرۍ اصل په پام کې ونیسي، ترڅو هغوی ونهشي کولی تکقطبي نظام پیاوړی کړي. د سولې هوکړې په پایله کې باید داسې یو نظام رامنځ ته شي، چې پلورالیست او ټولشموله ووسي. اوسنی اساسي قانون د ټولو هېوادوالو د حقونو تضمین کوي. د ښځو په اړه، دغه قانون کې د ښځو سیاسي او حقوقي مشارکت په برخه کې په ښکاره ویل شوي، د دغه قانون په دوهویشتمه ماته کې د افغانانو…