د طالباني فکر منلو لپاره د ټولنې چمتو بستر؛ هغه ټغر چې ټول نه شو

د یو شمېر څېړونکو په باور د هېواد په يو شمېر سيمو کې ټولنيزه فضا د طالبانو تر واکمنۍ دمخه د دې ډلې افراطي او غلط فکري نظریاتو کښت ته لېواله وه او په حقیقت کې دا د طالباني فکر منلو لپاره يو بستر و. د دې څېړونکيو په وینا، فرهنګي او تعلیمي موضوعاتو ته د چارواکيو بې پامي او د اوسنۍ فضا بدلون لپاره د دوی هڅې نه کول او د ټولنې د روحیې نرمولو لپاره هڅه نه کول د دې لامل شوی چې افراطي افکارو لکه په ټولنه کې د کار مخالفت او د ښځو د زده‌کړو د مخې نيولو ټغر تر اوسه په ټولنه کې خپور وي.ليکوالې او څېړونکې ډاکټرې حمیرا قادري د بشر د حقونو او مدني ټولنې له شبکې سره خبرو کې وویل، بايد هېر نه کړو چې د طالبانو له دورې وړاندې هم افغانانو تعليمي تاوتريخوالی تجربه کړی او دا ډول تاوتريخوالی ډېری يې د ټولنې په دودونو کې ريښه لري.«په دې ټولو کلونو کې حکومت حتی د پوهنې او لوړو زده‌کړو له وزارتونو سره د سیاسي ادارې په توګه چلند کړی. دا وزارتونه لا هم د ملت اصلي کورونه نه دي او يوه لوری پورې تړلي دي. کله چې موږ خپله په داسې شرایطو کې يو، نه‌شو کولای پر هر څه کې طالبان پړ وګڼو. دا ډله يو چمتو فکري بستر ته اړتيا لري.»شبکه: آیا د دې کوم ځانګړی مثال شته چې تاسو يې د چمتو فکري بستر په توګه يادوئ؟ قادري: زما په یاد دي کله چې طالبان هرات ته راغلل، نو هېڅ نښته ونه شوه او د ښوونځي نیمايي زده‌کوونکي چې نجونې وې له زده‌کړو پاتې شوې. په دې اړه چې ګواکې کوم لاريون دې وشي، هېڅ تاريخ کې نه دی ثبت؛ ځکه چې بستر ورته چمتو و. سره له دې چې دولتي ادارې لکه، د ښځو چارو وزارت،…

Continue Reading د طالباني فکر منلو لپاره د ټولنې چمتو بستر؛ هغه ټغر چې ټول نه شو

«سوله نه باید له توفان وړاندې ارامتیا ووسي»

د ټولنې مختلفو ډلو په ځانګړې توګه د ښځو، نارینه‌وو او د قومي اقلیتونو د اساسي حقونو په رسمیت پېژندل له هغو موضوعاتو دي، چې د سولې بهیر له پیل راهیسې د مدني فعالانو له خوا پرې ټینګار شوی دی. د دغو کسانو په باور، کومه سوله چې دغه موضوع په کې له پامه وغورځول شي، د منلو وړ نه ده.مدني فعال، اسماعیل ذکي د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې سره خبرو کې وايي، سوله به هغه مهال هراړخیزه او د منلو وړ وي، چې په کې د ټولو حقونه په رسمیت وپېژندل شي او د هغوی انساني سهم په پام کې ونیول شي. «کومه سوله چې په کې د خلکو حقوق او ازادۍ په پام کې ونه‌نیول شي، سوله نه ده او په یوه عبارت له توفان وړاندې ارامتیا ده؛ یانې ناپایداره سوله ده، چې بلې جګړې ته لاره هواروي.»شبکه: د هغه څه په اړه مو ارزونه څه ده چې تراوسه د سولې خبرو کې پېښ شوي؟ذکي: د هغه څه په اساس چې تراوسه مو د دواړو خواوو مرکو څخه اورېدلي او کم‌او زیات اطلاعات ترلاسه شوي، له بده‌مرغه طالبانو لا هم هغسې نسبت سولې ته انعطاف نه دی ښودلی، چې تمه ترې کېږي. بلخوا دغې دلې متاسفانه تاوتریخوالی نور هم ډېر کړی او ځينو ولایتونو کې یې خپل بریدونه زیات کړي دي، ان د هغو دوو ولایتونو ځينې برخې یې ناامنه کړي، چې د امن ولایتونو په توګه یادېدل. په ټوله کې غواړو ووایو، چې د سولې خبرې په مثبت لوري مخ ته نه دي تللي او ډېرې هیله بښونکې هم نه دي.شبکه: ستاسو په نظر د ښځو موضوع په اړه د طالبانو لیدلوري کې بدلون راتلو څخه تمه کول تر کومه اندازه منطقي خبره ده؟ذکي: زه اصلآ دې مور کې د طالبانو په انعطاف‌پذیرۍ باور نه لرم. کوم ویډیویي کنفرانس چې مو…

Continue Reading «سوله نه باید له توفان وړاندې ارامتیا ووسي»

له سولې وروسته ټولنه کې د ښځو د حقونو د برخلیک څرنګوالی؛ د طالبانو ناڅرګند دریځ د ځپلو بوی ورکوي

ځينې څېړونکي په دې باور دي، چې د سولې له هوکړې وروسته حکومت کې د ښځو د حقونو په تړاو د طالبانو د دریځ نه‌مشخص توب، ممکن نسبت ښځو ته د دغې ډلې په باورونو کې د نه‌بدلون په مانا وي. څېړونکی، ډاکټر سید عاصف حسیني د مدني ټولنې او د بشر حقونو شبکې سره خبرو کې وايي، طالبانو د ښځو د حقونو موضوع په تړاو هېڅ واضح ځواب نه دی ورکړی، چې دا د ښځو ځپلو لپاره د هغوی د هڅو په مانا ده. «طالبانو د سولې له احتمالي هوکړې وروسته ټولنه کې د ښخو د حقونو په اړه هېڅ ډول څرګند ځواب نه دی ورکړی، دا په دې مانا چې هغوی هڅه کوي ښځې وځپي، ان که ونه‌شي کولی د پخوا په څېر دغه کار کې بریالي ووسي. دغې ډلې خپل ایډیولوژیک باور نه دی بدل کړی.» شبکه: آیا د سولې خبرو کې د ښځو حضور کولی شي، د دغې ډلې د ښځو ضد پر کړنلارې اغېز وکړي؟ حسیني: یقینآ چې خبرو کې د ښځو حضور ښه دی، خو واقعیت دا دی چې داسې یوې ډلې سره د سولې پر بهیر، چې ښځې او د هغوی حضور په رسمیت نه پېژني، هېڅ ‌ډول اغېز نه لري. شبکه: ستاسو په نظر د دولت مرکه‌چي ټیم، په ځانګړې توګه کومې مېرمنې چې دغه ټیم کې دي، ښځو څخه د استازیتوب او د هغوی له حقونو څخه د دفاع وړتیا او ظرفیت لري؟ حسیني: هو، زما په نظر هغوی طالبانو سره د مخامخ کېدو لپاره کافي وړتیا لري، خو بحث دا دی چې هغوی له یوې خوا نه‌شي کولی د دولت له اجنډا پرته څه ووايي او له بلخې خوا طالبان د هغوی حضور په رسمیت نه پېژني او نمایشي یې بولي. شبکه: که چېرې داسې وټاکل شي چې طالبان د سولې هوکړې لپاره د ښځو د حقونو په…

Continue Reading له سولې وروسته ټولنه کې د ښځو د حقونو د برخلیک څرنګوالی؛ د طالبانو ناڅرګند دریځ د ځپلو بوی ورکوي

«د ښځو په حقونو هرډول محدودیت د منلو وړ نه دی»

د سولې د خبرو له پیله تر اوسه د تلپاتې سولې او اوربند د هیلو ترڅنګ د مدني فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعانو په مینځ کې د طالبانو لخوا د ښځو په حقونو د محدودیت د وضع کیدو د احتمال په اړه اندیښه هم را مینځته شوې ده. دا مدافعان وايي که چیرې داشان دریځ د طالبانو لخوا مطرح شي د دولت مرکچي پلاوی باید په هیڅ صورت دا غوښتنه ونه مني. مدني فعال او د پوهنتون استاد بصیر احمد دانشیار د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې ویلي دسولې په مذاکراتو کې د بحث وړ یوه مهمه موضوع د ښځو د حقونو موضوع ده چې باید په سمه توګه پرې تمرکز وشي او هیڅ ډول محدودیت ېې په اړه د منلو وړ نه دی. هغه وايي د ښځو لپاره د تحصیل او په سیاسي، مدني او ټولنیزو برخو کې د کارکولو حق داسې موضوع ده چې پرې هیڅ ډول محدودیت د منلو وړ نه دی. په بیلابیلو برخو کې د ښځو لاسته راوړنې باید پراخې شي او د پیاوړتیا  لپاره ېې هڅه وشي. شبکه: ستاسو په نظر د سولې په خبرو کې د ښځو حضور څومره د طالبانو په دریځ اغیزه کولی شي؟ دانشیار: زما په نظر طالبان په مرکچي پلاوي کې د ښځو د حضور او آن د ښځینه خبریالانو له حضوره خوښ نه دي. همداراز د سولې له هوکړې وروسته په جوړیدونکي حکومت کې د ښځو حضور د طالبانو لپاره د منلو وړ نه دی، خو د نړیوالې ټولنې د فشار له امله طالبان اړ دي چې د ښځو حضور ومني. شبکه: په واک کې د طالبانو ګډون په مدني فعالیتونو څه اغیزه کولی شي؟ دانشیار: زما په باور طالبانو نور نه شي کولی د بیان او فکر آزادي له هیوادوالو صلب کړي او آن طالبان به ونه شي…

Continue Reading «د ښځو په حقونو هرډول محدودیت د منلو وړ نه دی»

«سولې ته باید لاره پرانیستل شي»

یو شمېر مدني فعالان په دې باور دي چې که د ټولنې وضعیت او هغه څه په اړه چې د خلکو استازي یې د سولې خبرو کې پرې بحث او ورڅخه دفاع کوي، تناسب شتون ونه‌لري، سولې ته د لاسرسي احتمال به ډېر ونه‌وسي؛ له دې امله د سولې تحقق لپاره د زمینې په توګه دې، ټولنه کې اړین اصلاحات رامنځ ته شي.د پوهنتون استاد او مدني فعال، حمید صفوت د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې (له دې وروسته «شبکه») سره خبرو کې وايي، ټولنه کې د عدالت او اصلاحاتو نه‌شتون، د سولې رامنځ ته کېدو لپاره خنډ شمېرل کیږي، خو د دغو مواردو په تامین سره کېدی شي، سولې ته د لاسرسي لپاره لاره هواره شي. «هیله‌مند یم چې د سولې خبرې پایله ورکړي، خو که داسې ونه‌شول، باید سولې ته د رسېدو لپاره نظام کې د اصلاحاتو او عدالت تامین په څېر د جدي بحثونو په لټه کې ووسو، دغه موضوعات کولی شي طالبانو څخه ډېر ژر د جګړې ډګر ونیسي. که د قومي او ژبنیو اختلافونو په څېر د مواردو لیدونکي ووسو، په واقعیت کې مذاکراتو کې د داسې څه ادعا کوو، چې نه یې لرو او دا د طالبانو لپاره یو لوی فرصت برابروي، چې د جګړې په ډګر او خبرو مېز کې پرانیستی لاس ولري.»شبکه: تراوسه چې د سولې خبرو کې څه تېر شوي په اړه یې ستاسو ارزونه څه ده؟صفوت: د سولې خبرو سره هم‌مهاله، هېواد کې د طالبانو د بریدونو کچه لوړه شوې، د خلکو د اندېښنې لامل شوې ده. طبیعي ده داسې یوې غونډې څخه چې د جګړې زیاتېدو او د تلفاتو لوړېدو لامل شي، نه‌شو کولی مثبته ارزونه ولرو. بلخوا د یوې ترهګرې شبکې په توګه طالبانو څخه د ځينو هېوادونو بلنه ښيي، چې ډېر پرمختګ نه‌لرو او غونډو تراوسه وسله‌والو ډلو په ځانګړې توګه طالبانو…

Continue Reading «سولې ته باید لاره پرانیستل شي»

د ښځو حقونو ته بې پامي؛ داسې تیروتنه ده چې د سولې د هوکړې اعتبار راټیټوي

یوشمیر ټولنیز فعالان وايي، چې د سولې په هوکړه لیک کې د ښځو اساسي حقونه باید تضمین شي، له دې پرته به دا هوکړه لیک لازم اعتبار ونه لري. د «نه به خشونت» موسسې رییس فهیم فرواک له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې ویلي، یو مهم مورد چې د سولې په هوکړه کې باید تضمین شي د ښځو د حقونو محفوظ پاتې کیدل دي که چیرې دا موضوع د سولې په مذاکراتو کې په پام کې وه نه نیول شي، د سولې د هوکړې اعتبار ته به زیان ورسیږي. هغه وايي « د افغانستان له ښځو د تاریخ په اوږدو کې د سیستماتیک ظلم د زغملو له امله باید ځانګړی ملاتړ وشي او د هغوۍ اساسي حقونه لکه زدکړه، د کار حق او سیاسي مشارکت د سولې په هوکړه لیک کې تضمین شي، که چیرې دا حقونه په مذاکراتو کې له پامه وغورځول شي نو د سولې هوکړه لیک به چندان اعتبار ونلري او دا هوکړه به د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې ملاتړ له ځان سره ونه لري.» شبکه: د سولې په خبرو په اړه ستاسو ارزونه څه ده؟ تر څه حده کیدای شي هیله منونکې پایله ولري؟  فرواک: دا خبرې درې عواملو پورې تړلي دي؛ لومړی متغیر په امریکامتحده ایالاتونو کې حاکمه اداره ده، دویم متغیر د سیمې د هیوادونو اغیزه ده او دریم متغیر د مذاکراتو د دواړو لوریو ګټې دي. د امریکامتحده ایالاتونو ټاکنو عملاْ د سولې په خبرو اغیزه کړې او مذاکرات په ټپه ولاړ دي، د دولت د مذاکراتي پلاوي یوشمیر غړي کابل ته راستانه شوي دي او دا چې په دوحه کې څه تیریږي او یا نه تیریږي مشخصه نه ده، ځکه د مذاکراتو په اړه معلومات نه خپریږي. هغه څه چې د سولې د بهیر په اړه لیدل کیږي، د جګړو او تاوتریخ والیو…

Continue Reading د ښځو حقونو ته بې پامي؛ داسې تیروتنه ده چې د سولې د هوکړې اعتبار راټیټوي

د یوه تریځ پای تلپاتې تریخوالی؛ له هرې چاودنې سره هغې ورځې ته وړل کیږم

هغه سبق او لوړو مدارجو ته د خپلې خور د رسیدو د هڅو او لیوالتیا په اړه خبرې کوي؛ له ښونځي  په لوړه درجه فارغیدو او بهر کې د زدکړو د دوام سره مینه لرلو او په دې لاره کې د پلار او مور ملتیا او مرسته هغه هم په داسې شرایطو کې چې هغه مهال په دایکندي کې ډیری کورنیو خپلو لوړڼو ته د سبق ویلو اجازه نه ورکوله. « هغه مهال خلکو خپلو لورګانو ته له کوره وتو او ښونځي ته د تلو اجازه نه ورکوله، خو پلار او مور مې خورته اجازه ورکړه چې د تحصیل لپاره هند ته سفر وکړي.» مریم آزاده حسیني وايي، چې خور ېې نجیبې په هند کې د تحصیل پرمهال، له کوره د لیرې والي ستونزو او نورو ستونزو سره سره هڅه وکړه خپله د لیسانس دوره پایته ورسوي.نجیبه حسیني، د لیسانس دورې له پایته رسولو وروسته په ۲۰۱۱ میلادي کال کې هیواد ته راستنه شوه او د کانونو او پترولیم وزارت په یوه څانګه کې کار پیل کړ. په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې په کانونو وزارت کې له درې کلونو کار وروسته په جاپان کې یوې بورسېې ته ومنل شوه اوبیا هم ېې له ډیرو ستونزو او کړاونو سره له هیواده بهر د زدکړو لپاره سفر وکړ. مریم وايي چې، نجیبه له جاپانه له راستنیدو وروسته له کورنۍ لیرې کله په امنه او کله  په نا امنه فضا کې په کابل کې په خپله پخوانۍ دنده کار پیل کړ، خو له څه مودې وروسته یوځل بدلون مینځته شو او له یو لیرې او محروم ولایت څخه د ډیرو ستونزو په زغملو د یوې بریالۍ نجلې خوږ داستان چې سترو بریاو ته رسیدلې وه د یوه ترخې پیښې له امله په غم بدلیږي؛ نجیبه د کانونواو پترولیم وزارت د کارمندانو په لیږدونکي موټر په ځانمرګي برید کې د تل…

Continue Reading د یوه تریځ پای تلپاتې تریخوالی؛ له هرې چاودنې سره هغې ورځې ته وړل کیږم

د هېوادوالو له حقونو په نه ملاتړ کې سوله؛ داسې آرامي چې یوه پښه یې ګوډه ده

د ټولنیزو چارو یو شمېر څيړونکي وايي، که د سولې له هوکړې وروسته په حکومت کې د وګړو په تېره بیا د ښځو حقونو ته بې پامي وشي او ټولنیز عدالت ټینګ نه شي، رامنځته شوې سوله به تلپاتې نه وي.د ټولنیزو چارو څېړونکی او د پوهنتون استاد ابراهیم داریوش د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وايي، د جګړې درېدو حالت چې په هغې کې خلک خپلو حقونو ته د لاسرسي لپاره هڅې کوي سوله نشو نومولی. «آن که په لنډمهال کې جګړه پای ته ورسېږي او اوربند ټینګ شي، که د خلکو حقونه خوندي نه شي او عدالت نه ټینګېږي، خلک به د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي. ددغه راز سولې پښه تل ګوډه ده او هره شېبه یې د غورځېدو امکان شته. داسې حالت چې د خلکو حقونه پکې خوندي نه وي او وګړي فردي آزادي ونه لري سوله نه ده.»شبکه: هغه څه چې تراوسه د سولې په مذاکراتو کې شوي په دې هکله ستاسو ارزونه څه ده؟ تر کومه بریده یوې د پام وړ پایلې ته هیله من کېدای شو؟داریوش: زه فکر کوم چې د سولې خبرې د هرې ورځې په تېرېدو پېچلې کېږي، د تاوتریخوالي کمښت چې د خبرواترو یو شرط و تراوسه نه دی عملي شوی او برعکس تاوتریخوالی زیات شوی دی. له بلې خوا، ددغو مذاکراتو لویه برخه په بهرنیو عواملو له هغې جملې د امریکا پر ټاکنو پورې تړاو لري؛ ښايي د هغې سولې خبرې چې لوبغاړي یې د ټرمپ اداره په تېره بیا ښاغلی خلیلزاد و لا ګونګې شي. دغو مسایلو ته په پام سره زه فکر کوم چې لږترلږه په لنډه موده کې دغو خبرو ته نشو هیله من کېدای.شبکه: ستاسو په اند له داسې ډلې سره خبرې اترې چې ښه مخینه په تېره بیا د ښځو په اړه نه…

Continue Reading د هېوادوالو له حقونو په نه ملاتړ کې سوله؛ داسې آرامي چې یوه پښه یې ګوډه ده

د ښځو د خپلواکه غورځنګونو د جوړېدو اړتیا؛ یوازې یو څرک بسنه کوي

یو شمېر فعالې مېرمنې په دې باور دي چې افغان ښځې د عدالت غوښتنې او له خپلو حقونو ددفاع لپاره، په تېره بیا د سولې خبرو له پيلېدو مخکې چې په مذاکراتو کې ددوی حقونو ته د نه پاملرنې په اړه یې ځینې اندېښنې رامنځته کړې، باید خپلواک غورځنګونه جوړ کړي. دغه فعالینې وايي، د دا ډول غورځنګونو د جوړولو ظرفیت او وړتیا د هېواد په لوستو ښځو او نجونو کې شته او دوی یوازې یوه هڅوونکي ته اړتیا لري.ورځپاڼه لیکونکې نیلوفر لنګر، د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي، باید هېر نه کړو چې په تېرو شلو کلونو کې زیات شمېر افغان مېرمنې ښوونځي او پوهنتون ته تللې دي، کارونه يې کړي او په بېلابېلو برخو کې یې خپل ظرفیتونه نندارې ته وړاندې کړي؛ نو نه شو ویلای چې په هغوی کې د خپلواکو غورځنګونو د جوړولو ظرفیت نشته. «زه لږترلږه د افغانستان په لوستو ښځو کې دا وړتیا وینم او زما په نظر دوی یوازې انګېزې ورکولو ته اړتیا لري. زما په اند اړتیا ده چې یوه ډله مخکې شي، مسوولیت واخلي او دا حرکت پيل کړي، داسې لاره غوره کړي چې د لازیاتو مېرمنو د یو ځای کېدو امکان برابر کړي. فکر کوم چې یوازې یوه کوچني څرک ته اړتیا ده او تمه کېږي چې لږترلږه لوستې او له لوړو زده کړو فارغې شوې مېرمنې به له دغه راز بهیرونو سره یو ځای شي.»شبکه: زیات شمېر مېرمنې له هغې جملې مدني فعالینې، په هغو خبرو کې چې موږ ورسره وکړې د نه منلو وړ پایلو په اړه چې ښايي د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مذاکراتو کې د ښځو په برخه کې رامنځته شي اندېښنه څرګنده کړې، تاسو څه فکر کوئ؛ آیا له داسې ډلې سره خبرې اترې چې ښه مخینه په تېره بیا د ښځو په اړه نه…

Continue Reading د ښځو د خپلواکه غورځنګونو د جوړېدو اړتیا؛ یوازې یو څرک بسنه کوي