«ښځې باید د سولې په هوکړه لیک کې د خپلو حقونو په ثبتولو عدالت غوښتنه وکړي»
یو شمېر کارپوهان وايي، ښځې د ټولنې د نیمايي وګړو په توګه حق لري چې د سولې په بهیر کې ونډه ولري او له پرلپسې عدالت غوښتنې د سولې په هوکړه لیک کې د خپلو حقونو تر ثبتولو پورې هڅې وکړي.د ښځو او جندر د څېړنو ماستر، محمد ابوالاحرار رامزپور د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وايي: «دا د ښځو حق او مسوولیت دی چې په مرکچي پلاوي کې په ګډون او همداراز له پرلپسې عدالت غوښتنې بیا د سولې په هوکړه لیک کې د خپلو حقونو تر ثبتولو د سولې په بهیر کې خپلې ونډې ته دوام ورکړي او وروسته هم دا غوښتنې خوندي کړي.» شبکه: له داسې ډلې سره خبرې چې ښه مخینه په تېره بیا د ښځو په برخه کې نه لري، د ښځو د ټولنیز او سیاسي حضور لپاره به څه پایلې ولري؟رامزپور: له دې امله چې په تېرو شلو کلونو کې د ښځو شرایط، په تېره بیا د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د دوی د ګډون، زده کړو ته د لاسرسي او په افغانستان کې د منځنیو زده کړو لرونکو مېرمنو په وده کې بې مخینې پرمختګ شوی، ښایي طالبان په واقعیت منلو دا وضعیت درک کړي او په ټولنه کې د ښځو د حضور مخه ونه نیسي. طالبان اوس زموږ د ټولنې په عیني واقعیت بدل شوي او جګړه د هغوی د له منځه تلو لامل نه شي کېدای؛ له دې امله ښه دا ده چې په عدالت غوښتنې، بحثونو او خبرواترو سره دوی ته قناعت ورکړل شي. ښايي دا واقعیت پالنه د دواړو لوریو لپاره غوره وي. له هغو ځینو مسایلو تقلید چې د افغاني ټولنې له سالم کلتور سره تړاو لري او له نړیوالو بشري اصولو سره مخالف نه دي د باور جوړونې کچه لوړولای شي. شبکه: آیا د سولې په خبرو کې د ښځو…