افغانستان تر کومه حده د نړیوالو او بشری حقونو پر ژمنو عمل کړی دی؟

  افغانستان د بشری حقونو زیاتو میثاقونو او  تړونونو سره یوځای شوی دی خو کله ېې هم په دغو ژمنو عمل ندی کړی. دا هغه هیواد دی چې د بشری حقونو له نهو مهمو کنوانسیونونو څخه اووه ېې منلی دی – پرهغې سربیره د ماشومانو د حقونو دوو پروتوکولونو سره هم یوځای شوی دی.   د دغو اسنادو ډیره برخه د طالبانو له رژیمه مخکې حکومتونو کې تاید شوی دی. له هر کنوانسیون سره له یوځای کیدو وروسته په هرو څلورو یا پنځو کلونو کې د هغې راپور د هغه کنوانسیون اړوندې کمیټې ته لکه څنګه چې په سند کې غوښتل شوی وړاندې شی. خو په دې لیکنه کې تاسو وینۍ چې افغانستان آن له دغه کنوانسیون سره له یوځای کیدو نه ویشت کاله وروسته هم ندی توانیدلی ملګرو ملتونو سازمان ته راپور وړاندې کړی. لکه د توکمیز تبعیض د منع او د مدنی او سیاسی حقونو کنوانسیون چې افغانستان د دری ویشتو کلونو له تیریدو او د دویم راپور له ورکړې وروسته دریم، څلورم او پنځم راپور ندی ورکړی؛ او دولت هوډ لری د شکنجې  د منع کنوانسیون لومړی راپور له دوه ویشتو کلونو وروسته په روان کال کې اړوندې کمیټې ته وړاندې کړی.   د طالبانو د رژیم له ماتې وروسته، او په دوه زره شپږم میلادی کال کې د بشری حقونو د شورا له جوړیدو او د نړیوالو پړاونونو د بیا کتنې د میکانیسم یا UPR، له جوړیدو وروسته تر اوسه د افغانستان دولت توانیدلی چې دوه ځلې لومړی په دوه زره نهم میلادی کال او وروسته په دوه زره دیارلسم میلادی کال کې د یو پی آر تر نظر لاندې د بشری حقونو شورا ته په هیواد کې د بشری حقونو د عمومی وضعیت په اړه راپور وړاندې کړی خو دا راپورونه ناسم، اغراق لرونکی او  ناسم وو. او همداراز راپورونه د یوه ضعیف…

Continue Reading افغانستان تر کومه حده د نړیوالو او بشری حقونو پر ژمنو عمل کړی دی؟

د بامیانو د ولایتی شورا مشرې په توګه د میرمن طیبې خاوری د غوراوی په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام

د لوی او بښونکی خدای په نامه د بامیانو د ولایتی شورا مشرې په توګه د میرمن طیبې خاوری د غوراوی په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام د ۱۳۹۳ د لیندۍ ۲ سمون لری د ۲۰۱۴ زیږدیز کال، ۲۳ کابل ـ افغانستان      د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه خوشحاله ده چې د بامیانو ولایت عزتمنو خلکو د ۱۳۹۳لمریز کال په ټاکنو کې په پراخ ګډون کولو د بامیانو ولایتی شورا ته ېې خپل استازی غوره کړل.     ټاکنې د دموکراسۍ مهم رکن دی او خلک د رایو صندوقونو په لور په ورتګ سره د هغو پستونو  لپاره چې د وګړو د ټولیزې ارادې تمثیل کونکی بلل کیږی د اشخاصو او افرادو په غوره  کولو کې خپله ونډه  او اساسی مسولیت ترسره کوی.     ولایتی شورا ګانې، له هغو دموکراتیکو بنسټونو څخه دی چې د هغو غړی د خپلې کارنده او مهمې ونډې په ترسره کولو «قدرت» په مشروع «اقتدار» بدلوی. د ټولنیزې ارادې په تمثیل کونکو ادارو کې د پاکو، پوهو او ژمنو شخصیتونو حضور د دغو بنسټونو اغیزمنتیا تضمینوی، او د خلکو د رضایت پر کچې او د نظام د مشروعیت پر پایښت مستقیمه اغیزه کوی.      د بامیانو د ولایتی شورا  غړو د دغې شورا د مشرې په توګه د میرمن طیبې  خاوری په غوره کولو سره، خپل دموکراتیک ظرفیت او مدنی اراده نندارې ته کیښوده او د ولایتونو په کچه ېې د ولایتی شورا د لومړنۍ مشرې د ټاکل کیدو ویاړ د بامیانو لرغونې ولایت ته ورکړ.     دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه په دغې چوکۍ د میرمن طیبې خاوری ټاکل کیدل، د ښځو په وړاندې غوره او ښه عمل بولی، او هیله کیږی چې دغه  غوراوی  د ښځو د ریښتینې ونډې او مشارکت ټینګښت وی او دښځو ونډه د هیواد دوړتیا  په لوړیدو کې مرسته…

Continue Reading د بامیانو د ولایتی شورا مشرې په توګه د میرمن طیبې خاوری د غوراوی په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام

د افغانستان له آزادو رسنیو د ملاتړ په موخه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې او له آزادو رسنیو د ملاتړ موسسې یا “نی” ګډه اعلامیه اطلاعاتو ته د لاسرسی طرحې په اړه

د لوی او بښونکی خدای په نامه د افغانستان له آزادو رسنیو د ملاتړ په موخه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې او له آزادو رسنیو د ملاتړ موسسې یا "نی" ګډه اعلامیه اطلاعاتو ته د لاسرسی طرحې په اړه ۲۳ مرغومی ۱۳۹۲ لمریز ، برابر ده ۱۳ جنور ئ ۲۰۱۴ زیږدیز کابل ـ افغانستان اطلاعاتو ته لاسرسی، د پوهو او مسولو وګړو، سیاسی او دموکراتیکوسازمانونو د لپاره مهم عنصر بلل کیږی. اطلاعاتو ته دلاسرسی قانون، د ملت جوړونې او دولت جوړونې بهیر پیاوړی کوی او د سیاسی نظام د مشروعیت زمینه برابره وی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، چې له ۱۲۹ غړو ټولنو څخه جوړه ده، د مدنی ټولنو ، روڼ آندو، متخصصینو او د بشری حقونو د فعالانو په کارنده هڅو او همغږۍ سره «اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون» لومړۍ مسوده جوړه کړه او هغه ېې په دریو سمپوزیمونو کې په هر اړخیزه توګه وڅیړله. اخوا دا مسوده له کاری ډلې سره په همغږۍ کې د اکادمیکو، مدنی ټولنو، رسنو او نورو مسولو ادار لخوا وه ارزول شو. تیر کال د افغانستان د اسلامی جمهوری د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون طرحې ته لیوالتیا وښودله او د هغې له تصویبه ېې ملاتړوکړ. د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزارت د ژمنو له مخې د دغې مسودې په اړه د ارزونې او څیړنې ګډه کمیټه رامنځته شوه، ترڅو یاده مسوده بیا ځلې وڅیړی. د رسنیو عالی شورا هم اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون له تصویبه ملاتړ وکړ او د افغانستان له حکومته ېې وغوښتل چې دا بهیر په کارنده او فعاله توګه ترسره کړی. اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې لخوا د افغانستان د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو او فرهنګ او عدلې وزارتونو ته وړاندې. دا طرحه د سیاسی او مدنی…

Continue Reading د افغانستان له آزادو رسنیو د ملاتړ په موخه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې او له آزادو رسنیو د ملاتړ موسسې یا “نی” ګډه اعلامیه اطلاعاتو ته د لاسرسی طرحې په اړه

په هرات ولایت کې د ښځو په وړاندې دتاوتریخوالیو د زیاتیدو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه په هرات ولایت کې د ښځو په وړاندې دتاوتریخوالیو د زیاتیدو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه د۱۳۹۲ کال د لیندۍ ۲۸ ، برابره ده ۲۰۱۳ میلادی کال د دسمبر ۱۹ هرات ـ افغانستان په دې وروستیو کې هرات ولایت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالیو د تر ټولو ناوړه او غیر انسانی چلندونو شاهد وو. هغه پیښه چې پر ځوانې میرمنې ستارې وشوه، د هرات ولایت د ټولنې او د ټول افغانستان وجدان ېې ناآرامه کړ. یوشمیر ظالم او بې رحمه انسانان د ښځو او میندو په وړاندې تر ټولو کرکجن او غیر انسانی اعمال ترسره کوی. هغوۍ هیر کړی چې په خپله هم له یوې مور څخه زیږدلی دی او الله (ج) ښځو ته په قرانکریم کې لوړه درجه ورکړی ده. دا جنکایت کاران نه پوهیږی چې د ښځو او میندو په وړاندې دهغوۍ غیرانسانی چلند د اسلام له احکامو او انسانی ارزښتونو سره په ټکر کې دی. دا جنایت کاران انسانی ارزښتونو ته زیان رسوی او ځان د ټولنې د کرکجنو او بشری ضد کسانو په توګه جوړوی. په لویدیځ زون کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې دفتر، د دغه حیرانونکی خبر په اوریدو د بشری حقونو له نورو مدافعانو سره په همغږۍ کې لاریون وکړ او د دغه ناوړه عمل په وړاندې خپله کرکه څرګنده کړه. اخوا د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د لویدیځ زون دفتر، داسې اطلاعات ترلاسه کړی چې د هرات په ښار او ولسوالیو کې د ښځو په وړاندې د جنایتونو، بشری ضد کړنو او د تاوتریخوالیو کچه زیاته لوړه شوې ده. په روغتونونو کې د پلټنو او د دغو پیښو له قربانیانو سره زموږ مرکو وښودله چې ډیری زیانمن کسان، له کورنی تاوتریخوالیو سره لاس او ګریوان وو…

Continue Reading په هرات ولایت کې د ښځو په وړاندې دتاوتریخوالیو د زیاتیدو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتونو ترمنځ د امنیتی همکاریو د تړون په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه د افغانستان د اسلامی جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتونو ترمنځ د امنیتی همکاریو د تړون په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اعلامیه د ۱۳۹۲ کال د چنګاښ ۱۰ سمون لری د ۲۰۱۳، دسمبر ۱ کابل ـ افغانستان د افغانستان خلکو له تیرو سختو ناخوالو څخه د تجربې په اخیستو، د امنیتی او پراختیایی نړیوالو همکاریو اړتیا ته په پام سره د دغو همکاریو په اهمیت په ښه توګه پوهیږی. مدنی ټولنه د وګړو د نظامند او ارګانیک ټاټوبی په توګه د ټولنې له بیلابیلو برخو او قشرونو سره پراخې اړیکې لری. د مدنی ټولنې لاسته راوړنې په صراحت سره ښیی چې دافغانستان ډیری وګړی د امریکامتحده ایالاتونو او د افغانستان اسلامی جمهوری ترمنځ د امنیتی او دفاعی همکاریو د تړون له لاسلیک څخه په صراحت او قاطعیت سره ملاتړکوی. د « افغانستان او امریکامتحده ایالاتونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون په اړه د عنعنوی لوېې جرګې» او « د امریکامتحده ایالاتونو او د افغانستان جمهوری حکومت ترمنځ د امنیتی او دفاعی همکاریو تړون په اړه د مشورتی لوېې جرګې » پیغامونه هم د دغې غوښتنې عینی بیلګې دی. له دغو جرګو ترلاسه شوی پیغامونه، په روښانه توګه څرګندوی چې د افغانستان خلک د بشری حقونو د ټینګښت، ثبات او اقتصادی ودې په موخه له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له امریکامتحده ایالاتونو سره د ستراتیژیکو همکاریو غوښتونکی دی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د افغانستان له دولت څخه غواړی چې په څرګنده او زړورتیا د خلکو دغې غوښتنې په اړه، د افغانستان د خلکو ملی ګټو په پام کې نیولو سره پریکړه وکړی. موږ باور لرو چې له دغې غوښتنې سره مخالفت په هیڅ ډول د افغانستان د ثبات، امنیت او پراختیا په ګټه ندی. د دغې غوښتنې نه منل نه…

Continue Reading د افغانستان د اسلامی جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتونو ترمنځ د امنیتی همکاریو د تړون په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اعلامیه

د تیرو جګړو له قربانیانو او د افغانستان له خلکو څخه د جنرال عبدالرشید دوستم د عذرغوښتنې په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه د تیرو جګړو له قربانیانو او د افغانستان له خلکو څخه د جنرال عبدالرشید دوستم د عذرغوښتنې په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه د ۱۳۹۲ کال د تلې ۱۸، برابره ده د ۲۰۱۳ اکتوبر ۱۰ کابل ـ افغانستان د افغانستان وګړو، په تیرو دیرشو کلونو کې ډیرې سختې ورځې تیری کړی دی او تر اوسه هم په هیواد کې د بشری حقونو د سرغړونې له ناوړه اغیزو رنځیږی. سربیره پر دې چې د افغانستان حکومت نه یواځې " د ملی روغې جوړې او سولې لپاره د عمل د پروګرام " په اړه پر خپلو ژمنو عمل ونکړ په تیرو دولسو کلونو کې هڅه وشوه چې په افغانستان کې د « هیرولو سیاست » د بښنې او عفو په نوم پر قربانیانو تحمیل شی، چې د هغې ښه بیلګه د « ملی روغې جوړې د منشور »، په نوم د قانون تصویب دی. خو د افغانستان د خلکو او جګړو قربانیانو په زخمونو پټۍ ایښودل د ملی روغې جوړې ترویج او د عدالت پلی کیدل دی، چې دا ښکارنده د مدنی ټولنو او د جګړو له قربانیانو د دفاع ادارو د مبارزو په اجندا کې د تل په څیر ځای لری. د قربانیانو پر دردونو او رنځونو اعتراف، انسانی شان او هیثیت ته احترام کول دی، چې په دې اړه په جګړو کې د ښکیلو خواو د پښیمانۍ او عذر غوښتنې بهیر، د تیرو کړنو په اړه د ملی بحث د جوړیدو په لور لومړی ګام بلل کیږی، تر څو د حقایقو په روښنایی او د همدردۍ د حس په لرلو سره د تیر په اړه حساب او کتاب ته لاره اواره شی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، چې له ۱۲۴ مدنی ټولنو څخه جوړه اداره ده، د افغانستان د اسلامی جنبش…

Continue Reading د تیرو جګړو له قربانیانو او د افغانستان له خلکو څخه د جنرال عبدالرشید دوستم د عذرغوښتنې په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کلونو کې د «اگسا»؛ سازمان لخوا د کابو ۵۰۰۰ تنو د وژلو د نوم لړ افشا کیدل د ویښتیا یو پیاوړی ټکان

افغانستان د وینې او ناورین قلمرو دی. د دغه هیواد د تاریخ بیلابیلې برخې د بشریت ضد د ډیرو ویرونکو جنایتونو شاهدې دی. دغه هیواد د خپل تاریخ په تیرو څو دیرشو کلونو کې، د ۱۳۵۷ کال د غوایی له کودتا راهیسې د طالبانو تر حکومته، بشری ضد جنایتونه، عام وژنه او ویجاړۍ تجربه کړی دی، چې د هغو په پایله کې په سلګونو زره انسانان وژل شو یدی او همداراز له هغې ډلې دیر شمیر د سازمان شویو جنایتونو او کړاونو په پایله کې له یاده ویستل شوی دی. د سازمان شویو قتلونو د کابو پنځو زرو کسانو د نوملړ خپریدل چې په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ هجری لمریز کلونو کې، د نور محمد تره کی او حفیظ الله امین د واکمنۍ پرمهال وژل شوی وو، د بشریت ضد د جنایتونو یوه څنډه افشا کوی. په دې نوملړ کې د داسې کسانو نومونه ثبت شوی چې په بیلابیلو تورونو د «اگسا» اسختباراتی سازمان لخوا وژل شوی دی. دا قربانیان د استوګنې له پلوه د ټول افغانستان اوسیدونکی دی. له دې امله له پنځه دیرشو کلونو وروسته د دغه نوم لړ خپریدل د هیواد ټولې سیمې د دغه ناورین په غم کې غمجنې کړی دی. په تیرو کلونو کې د یادو قربانیانو په اړه هیڅ خبر نه وو موجود خو اوس پوهیږو چې د جنایت منګلو هغوۍ د نیولو په هماغه لومړیو ورځو کې وژلی دی، خو د دغو قربانیانو زیات شمیر کورنیو تر اوسه هم د خپلې کورنۍ د غړی په مرګ باور نه درلود او د خپلو عزیزانو د ژوندی راتلو هیله ېې په زړونو کې ساتلې وه؛ که څه هم چې د کورنیو دا هیله دومره کره هم نوه چې هغوۍ ته د خپلو عزیزانو د راتګ څرک ولګیږی خو د اوږدو کلونو جنایتونو او ظلمونو له هغوۍ دا فرصت اخیستی وه تر څو له دغه…

Continue Reading په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کلونو کې د «اگسا»؛ سازمان لخوا د کابو ۵۰۰۰ تنو د وژلو د نوم لړ افشا کیدل د ویښتیا یو پیاوړی ټکان

د ماشومانو د ملی او نړیوالو قوانینو ترپښو لاندې کیدو او د واټونو تر غاړې د ماشومانو د زیاتیدو په اړه د مدنی ټولنې د بنسټونو اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه د ماشومانو د ملی او نړیوالو قوانینو ترپښو لاندې کیدو او د واټونو تر غاړې د ماشومانو د زیاتیدو په اړه د مدنی ټولنې د بنسټونو اعلامیه د ۱۳۹۲ کال د وږی ۱۳، برابره ده د ۲۰۱۳ د سپتمبر ۴ کابل ـ افغانستان دافغانستان د اسلامی جمهوری دولت له عمر څخه له یوې لسیزې زیاته موده تیریږی. د اساسی قانون له مخې، دولت باید پرخپلو ملی، نړیوالو او د بشری حقونو پر نړیوالې اعلامې ژمن اوسی او هغه عملی کړی. دولت مکلف دی چې په هیواد کې د هر ډول بې عدالتۍ او ظلم مخه ونیسی. د ټولو ټولنیزو ستونزو ترڅنګ تر اوسه د هغو د لمنځه وړو لپاره علمی او عملی تدابیر ندی نیول شوی، په واټونو کې د ماشومانو او روږدو کسانو زیاتوالی، د دولت، مدنی ټولنې او نړیوالې ټولنې لپاره خطرناکه او ویرونکی خبرداری دی، دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو د حقونو د ټینګښت په نوم هیواد ته په میلیونونو ډالره راځی. د واټونو تر غاړې ماشومان هغو ماشومانو ته ویل کیږی چې عمر ېې له اتلسو کلونو کم وی او د ژوندی پاتې کیدو لپاره د واټونو تر غاړې په شاقه کارونو بوخت وی. د دغه نظام د بې عدالتۍ لومړنی قربانیان کارګر او د واټونو تر غاړې ماشومان دی.هغوۍ له لومړنیو حقونو چې دبشری حقونو په نړیوالې اعلامېې، د ماشومانو د حقونو په نړیوالې اعلامې او د معلولیت لرونکو افرادو او ماشومانو د حقونو په کنوانسیون کې راغلی برخمن ندی. د فساد، بې وزلۍ، تاوتریخوالی، بې سوادۍ، فرهنګی بې وزلی، بې سرپناهی، بې روزګاری، ناکافی عاید، روږدی کیدل، بې مسولیته والدین، د ماشومانو بې سرپرستی، له کوره تیښته، د ښونځیو د استادانو او میندو او پلرونو په سمه توګه نه روزل کیدل، رسنۍ او د خلکو له مذهبی باورونو ناسمه ګټه اخیستنه، له…

Continue Reading د ماشومانو د ملی او نړیوالو قوانینو ترپښو لاندې کیدو او د واټونو تر غاړې د ماشومانو د زیاتیدو په اړه د مدنی ټولنې د بنسټونو اعلامیه

د «شکیلا» او د نورو قربانیانو د قتلونو د تورنو کسانو د غیر قانونی محاکمې د بهیر په اړه د افغانستان د مدنی ټولنو مطبوعاتی وینا

د لوی او بښونکی خدای په نامه د «شکیلا» او د نورو قربانیانو د قتلونو د تورنو کسانو د غیر قانونی محاکمې د بهیر په اړه د افغانستان د مدنی ټولنو مطبوعاتی وینا د ۱۳۹۲ هجری – لمریز کال د وږی ۵  درنو وطنوالو او محترمو دولتی مسولینو! لکه څنګه چې پوهیږئ، د بشری حقونو وضعیت، د لږکیو حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه او هغه تاوتیخوالی چې تل په هر ځای کې د هغوۍ په وړاندې ترسره کیږی له امله ېې د هرې ورځې په تیریدو وضعیت خرابیږی او د بشری حقونو او دموکراسۍ په برخه کې لاسته راوړنې لمنځه وړی. په دې ځای کې لیدل کیږی چې په تیرو دوه کلونو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی ګراف په حیرانونکې توګه لوړ شوی او د جدی امنیتی ګواښونو له امله ېې ښځې د ترهګرۍ په وړاندې سپر په توګه کارولی دی. د بیلګې په توګه په تیرو دوه کلونو کې موږ د سیمه ایزو زورواکو لخوا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالیو په اړه د خپل سرو اقداماتو شاهد وو، چې له هغې ډلې دښځو سنګسار، په درو وهل، د غوږونو او پزې پریکول، جنسی تیری، قتلونه او نور داسې اقدامات ترسره شوی اشاره کولی شو. په خواشینۍ سره دا پیښې یا خو ورته پاملرنه نده شوې او یا هم د زورواکو لخوا د فشار په لاوړلو د تورن کس د محاکمې بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی چې په پایله کې د تورن د برات اخیستو لامل ګرځی. په دې لړ کې کولی شو د محاکمو دوه موردونو ته اشاره وکړو یوه د «شکیلا» او بله د « سحرګل » محاکمه کیدو ته اشاره وکړو چې په دواړو قضیو کې تورن کسان د اسنادو شواهدو او قراینو په شتون سره سره د محکمې لخوا تبر ئه شول. د شکیلا په اړه، چې ۱۶…

Continue Reading د «شکیلا» او د نورو قربانیانو د قتلونو د تورنو کسانو د غیر قانونی محاکمې د بهیر په اړه د افغانستان د مدنی ټولنو مطبوعاتی وینا

په جلال آباد ښار کې د ترهګریزو بریدونو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د لوی او بښونکی خدای په نامه په جلال آباد ښار کې د ترهګریزو بریدونو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه   د ۱۳۹۲ کال د زمری ۱۳ برابره ده د ۲۰۱۳ کال د اګست ۴ کابل ـ افغانستان په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې ترهګرو، د ۱۳۹۲ کال د زمری په ۱۳ د شنبې او یکشنبې په ورځو، د جلال آباد اوسیدونکی د روژۍ په مبارکه میاشت او د اختر د رارسیدو پرمهال د غم په تغر کینول.      په لومړی برید کې، چې د شنبې په ورځ، په هغه ولایت کې د هند قنسولګرۍ ته څیرمه وشوه، د نهو تنو هیوادوالو ژوند ېې واخیست او ۲۱ تنه نور ېې ټپیان کړل. د دغه جنایت ډیری قربانیان ماشومان او تنکی ځوانان وو. دا برید په داسې حال کې وشو چې ماشومان او تنکی ځوانان په جومات کې د دینی زدکړو په حال کې وو او د دغه وحشی برید له امله ووژل شول.      په دوهم برید کې چې یوه ورځ وروسته، د جلال آباد ښار په ختیځ کې رامنځته شو، ۱۶ تنه ملکی وګړی پکې ټپیان شول، چې د هغوۍ په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.      دا لومړی ځل ندی چې داشان ترهګریز بریدونه په افغانستان کې رامنځته کیږی؛ یادې چاودنې په افغانستان کې د بشریت ضد جنایتونه دی چې تل د هیواد په هره برخه کې رامنځته کیږی او دا کار د بشریت کرکه راپاروی.      د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، دا کرغیړل جنایت په کلکه غندی او د دغه کار د عاملانو په وړاندې خپل د کرکې او نفرت احساس بیانوی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، خپل ځان د دغو غمجنو پیښو د قربانیانو په غمونو کې شریک بولی او د پیښې پاتو کسانو…

Continue Reading په جلال آباد ښار کې د ترهګریزو بریدونو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه