د اهل هنود هیوادوالو د پارلمانی چوکۍ د، رد په اړه د ملی شورا د پریکړې حقوقی تفسیر

لیکوال: ملک ستیز د ملی شورا دا پریکړه له ټولو ملی او نړیوالو حقونو سره ټکر کې ده. زه باور لرم چې دا پریکړه د انسان پیژندنې او ټولن پیژندنې د علومو له ضوابطو سره په مخالفت کې نیول شوې ده، خو له دې امله چې په دغه برخه کې تخصص نلرم له ټولو پوهو انسانانو چې په دې اړه وړتیا لری غبرګون څرګند کړی او پرې نږدی چې د هغوۍ اهل هنود وطنوال د تجرید احساس وکړی. خو د نړیوالو چارو څیړونکی په توګه په دې اړه خپل نظر مطرح کوم. هیله مند یم چې په مدنی ټولنه، سیاسی ګوندونو او د هیواد په پارلمان کې زما همکاران د دغې ستونزې ملی حساسیت ته په پام سره، د لازیات مسولیت احساس وکړی او خپل مطلوب غبرګونونه وړاندې کړی. د ملی حقونو له نظره د سیاسی نظام یو اساسی وار مخکې شرط حقوقی مشروعیت دی. دا مشروعیت د خلکو د ارادې له امله رامنځته کیږی چې په هرسیاسی نظام کې د مشروع اقتدار لامل شمیرل کیږی. په یوشان د وګړو ونډې ته کم ارزښت ورکول د سیاسی نظام مشروعیت تضیغف او له ګواښ سره مخامخ کوی. دا اصل دافغانستان د اساسی قانون په دوه ویشتمه ماده کې داشان تسجیل شوی دی: «دافغانستان د اتباعو ترمنځ هر راز تبعیض او امتیاز منع دی، دافغانستان اتباع ښځې او نارینه د قانون په وړاندې مساوی حقوق او وجایب لری» د تبعیض وړاندې شوی تفسیر داشان دی: «د یوه نظام د وګړو په وړاندې تبعیض کول د یوه نظام لخوا په حقوقی چلند کې د بدلون شتون دی» دا حقوقی چلند د حکومت اجرایی مرکز رامنځته کوی او قانون په ټولنه کې عام کوی. د تبعیض لرونکو قوانینو خپرول په ټولنه کې د بشری حقونو د سرغړونې لپاره لاره اواروی او هغه په ټولنیز فرهنګ بدلوی. د پارلمان پریکړه چې ددولت د…

Continue Reading د اهل هنود هیوادوالو د پارلمانی چوکۍ د، رد په اړه د ملی شورا د پریکړې حقوقی تفسیر

په خبرتیایی ټولنه کې دژبې او کلتور ساتنه

څیړندوى حبیب الله رفیع موږ عصر داطلاعاتو دباران عصر دى، داباران کله کله دومره تیز او خطرناک شی چې سیلونه ترې راولاړشی او کله کله په توند و او سختو ږلیوواوړی، چې دنړیوالو ژبواوکلتورکروندې ته درانه ګواښونه او بې ساری زیانونه اړوی او دژبې ژبدودیز او جوړښتی او دفرهنګ پاخه او بنسټیز بندونه نړوی. پخوا خبرتیایی ټولنه هم لکه دژبې او کلتور دبهیر غوندې ورو ورو او تدریجی روانه وه او له خبرتیا یې بدلونونو سره ژبې او کلتوری بدلونونه ګام پرګام پرمخ روان وو او څنګ پرڅنګ یې وده کوله او طبیعی اغیز یې یو پر بل کاوه. لومړۍ ډله ییزې رسنۍ دکتاب،جریدې ، مجلې او ورځپاڼې په بڼه وې، بیا دټلیفون ، ټلګراف او راډیو برښنایی رسنۍ ورسره ملې شوې او بیا د ټلویزیون دغږ او څیرې برښنایی وسیله پرې ورزیاته شوه. په یوویشتمه پیړۍ کې دخبرتیایی ټولنې بهیر دومره ګړندې شو چې انټرنیټ ټولې ډله ییز رسنۍ په یوه وړه صندوقچه او کتابچه کې ځاې کړل.دمکان پولې یې ړنګې کړې اود پخوانیو رسنیو درسیدو، داونیو ، ورځو ساعتونو او دقیقو مزلونه یې یوځایی ثانیو ته راورسول او دڅوثانیو په ترڅ کې خبرونه او دپیښو څپې دنړۍ له یوه مخ نه بل او له یوه ګوټ نه بل ګوټ ته رسیږی. موږ په خپلو لرغونو اسطورو کې لیدلی چې دجم په جام کې به چې چا وکتل دنړۍ ټولې پیښې او حالونه به ورته څرګند شول او اوس انټرنیټ دا خوب تعبیر او داتصور تصویر کړ. ژبنی او کلتوری بدلونونه بریښنایی اوګړندی نه دی، هربدلون لکه د میوو دپخیدلو یا دکښتونو درسیدلو غوندې دزمان او مکان دشرطونو پرپوړ یو پلونه ږدی او سنجیدلې او درانه ګامونه اخلی. له یوې خوا دخبرتیا یی ټولنې چټک تګ او له بله پلوه دژبنې او کلتوری تغیراتو او بدلونونو تدریجی ګامونه ددې باعث ګرځی چې ځینې ژبې دنویو تعبیراتو او…

Continue Reading په خبرتیایی ټولنه کې دژبې او کلتور ساتنه

نړیوالې جنایی محکمې ته دقربانیانو دلارښود کتاب لنډه پیژندنه

روح الامین امینی د کتاب ځانګړتیاوې دکتاب نوم: نړیوالې جنایی محکمې ته د قربیانو لارښود ژباړونکې: نیلوفرمهدیان اوډنه او ترتیب : ګیسو جهانګیر/ دآرمان شهر ټولنه اوډنه او حروف چینی : کبیر احمد نشاط جوړونکی : دآرمان شهر ټولنه ناشر: دافغانستان دبشری حقونو خپلواک کمیسیون بیا صفحه آرایی او نوې طرحه : مرتضی علیزاده چاپ: دافغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون مطبعه لومړی چاپ : د ۱۳۸۸ اوړی دچاپ شمیر: ۳۰۰۰ ټوکه د نړیوالې جنایی محکې ته دقربانیانو لارښود کتاب، د لومړی ځلپاره په افغانستان کې په دری- فارسی ژبه ، د لومړی ځل لپاره د آرمان شهر ټولنې له خواچې د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې غړۍ ټولنه ده، چاپ شوو. چې دغه کتاب، په اووه څپرکیو کې ( د ضمیمو له فصل پرته) ترتیب شوی او له فرانسوی ژبې څخه فارسی دری ته ژباړل شوی او ددغې محکمې دجوړیدو او د هغې دفعالیت دحوزې او اختیاراتو په اړه مالومات ورکړی. نړیواله جنایی محکمه لکه څنګه چې په کتاب کې لیکل شوی: « دیو حقوقی نړیوالې محکمې جوړول د لومی ځل لپاره په ۱۸۷۴ میلادی کال کې د ګوستاو مونیه له خوا، چې د سره صلیب له بنسټ ایښونکو څخه دی مطرح شو » . دغه آرمانی فکر د یوقرن له تیریدو وروسته ، واقعیت ته نږدی شواو د ۲۰۰۲ میلادی کال داپریل په یولسمه چې د ۱۳۸۲ کال د وری له ۲۳ سره سمون لری د نړۍ شپیتو هیوادونو له خوا د نړیوالې جنایی محکمې اساسنانامه لاس لیک کړه. ددغه کتاب په سرلیک کې راغلی: دغه تړون د ۲۰۰۲ میلادی کال دجولای په لومړۍ نیټه داجرا وړ شوو او دا په نړیواله کچه د جنایی جرمونو د څیړنې لپاره د یو قضایی نظام تاسیس دی، چې په هغې کې دنسل وژنې او بشریت په وړاندې د جنګی جنایتونو ترټولو بد عاملین محاکمه کیږی. ددغه کتاب…

Continue Reading نړیوالې جنایی محکمې ته دقربانیانو دلارښود کتاب لنډه پیژندنه

له بشری حقونو څارنه، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د موسسې، د فعالیتونو نوې کاری ساحه

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې، ولې د خپل کاری پړاو په څلورمه برخه کې، په افغانستان کې له بشری حقونو څارنه د خپلو کاری لومړی توبونو په توګه وټاکله؟ د مدنی غورځنګونو پروګرامونه چې د فرهنګ او بشری حقونو په برخه کې فعالیت کوی د دریو عنصرونو لرونکی وی: لومړی، دا ټولنې په یوه نظام کې د وګړو له بشری حقونو د دفاع په برخه کې فعالیت کوی؛ دوهم، مدنی ټولنې له پالیسی جوړونکو ادارو سره، د بشری حقونو د فرهنګ د تعمیم په برخه کې د عدالت غوښتنې پروګرامونه ترسره کوی؛ دریم، د مدنی ټولنې او بشری حقونو ټولنې، د قانون د تطبیق او ځینو نورو ټولنیزو بڼو په ګټې اخیستو، په یوه ټولنه کې د بشری حقونو پر وضعیت څارنه کوی؛ نړیواله تجربه د دغې مسلې ښکارندویی کوی، چې د بشری حقونو دارزښتونو له څارنې پرته، د وګړو له عینی او یا بنسټیزو حقونو څخه روښانه انځور ترلاسه کړو. دغې تجربې له جګړې وروسته هیوادونو کې ځانګړې ونډه درلوده. د پخوانۍ یوګوسلاویا په شان هیوادونو او یا هغه هیوادونه چې نوی خپلواکی ترلاسه کړی وی، چې پکې د بشری حقونو له وضعیته څارنه، د بشری حقونو د تعمیم په برخه کېد ملی او نړیوالو همغږی کونکو پروګرامونو زمینه برابروی. د کمبودیا هیواد هم په دغه برخه کې تجربه لری. په کمبودیا کې، د بشری حقونو مدافعانو له هماغه پیله، هڅه وکړه ترڅو د بشری حقونو فرهنګ د نظام په جوړښت کې تعمیم کړی. له هغه وروسته دوۍ پوه شول چې د بشری حقونو د فرهنګ تعمیم، له دغو ارزښتونو څارنې ته اړتیا لری. لازمه ده چې د افغانستان مدنی ټولنه، په افغانستان کې له بشری حقونو څارنه وکړی. افغانستان د ملګرو ملتونو سازمان د بنسټ ایښودونکی هیواد په څیر د بشری حقونو په برخه کې، د ملګرو ملتونو سازمان له مهمو کنوانسیونونو…

Continue Reading له بشری حقونو څارنه، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د موسسې، د فعالیتونو نوې کاری ساحه

د حکومتدارۍ د برخې د فکری سرچینو (مبانی فکری عرصۀ حکومتداری) کتاب له چاپه را ووت

مهدی زرتشت دکتاب نوم: مبانی فکری عرصۀ حکومتداری لیکوال: علی پیام د خپریدو نیټه: ۱۳۹۰ د چاپ پړاو: لومړی دچاپ ځای: د بهیر چاپ خونه، کابل، افغانستان خپرونکی: لیکوال مالی تمویل: د PBGF بودجه بیعه: ۳۰۰ افغانۍ د پاڼو شمیر: ۵۴۴ دا کتاب، د ملی ستراتیژۍ پرځینو برخو کتنه کوی، له هغې ډلې د حکومتدارۍ سکتور، د قانون حاکمیت او بشری حقونه، بنسټیز سکتورونه او د امنیت سکتور تر بحث لاندې نیسی. دا کتاب له لاندو برخو څخه جوړ شوی دی: د حکومتدارۍ او د حکومتدارۍ سکتورتعریفونه ،دافغانستان په تقنینی اسنادو او په لازم الرعایه نړیوالو اسنادو، د افغانی مسلمانانو اړیکې له غیرمسلمانو سره ، د اغیزمنې رجوع حق، دافغانستان په سیاسی نظام کې دانتقالی عدالت کتنه، د قضا او عدالت برخې، لکه د آزادیو سلبول او د آزادیو د سلبولو بنسټونه، د افغانستان د قضا په سیستم کې دعدالت ورکونه، د ستونزو د اوارۍ عرفی لارې د نورو هیوادونو د ګټورومعیارونو له مخې، دافغانستان په تقنینی اسنادو کې د رشوت څیړنه، د نړۍ په کچه د افغانستان د هوکړه لیکونو څیړنه، د لاتری تکتیکونو په څیر بحثونه، دافغانستان په مدنی قانون کې د لاضرر قاعدې لیدل، د ملکیت د حریم څیړنه، او همداراز د بنسټیزو سکتورونه، دافغانستان د ښاروالې د حقوقی چوکاټ او د امنیت سکتور څیړنه، لکه د هیواد په تقینیی اسنادو کې د پولیسو او د هغوۍ د دندو تعریف ځای او د سیاسی جرم څیړنه د افغانستان د کورنی او بهرنی امنیت په وړاندې د جرم څیړنه دقانون له مخې. په عین حال کې چې دا کتاب د حکومتدارۍ د سکتور مسایل، بنسټونه او امنیت په ستراتیژیکه توګه څیړی، د حکومتدارۍ پر تفکر اوپر سیاسی آند بیاکتنه اونقد هم دی. بې له شکه چې د دې کتاب ځینې بحثونه ، هغه هم په جدی توګه دلومړی ځل لپاره په افغانستان کې د کتاب په…

Continue Reading د حکومتدارۍ د برخې د فکری سرچینو (مبانی فکری عرصۀ حکومتداری) کتاب له چاپه را ووت