«راځې چې ملت جوړونه له لږکیو پیل کړو»
د لږکیو د عدالت غوښتنې کمیټې، د اقلیتونو د ټولنیز پېوستون او هوساینې په چارو کې د جمهوري ریاست د عالي مقام ستر سلاکار سره لیدنه وکړه. دا غونډه د سه شبنې په ورځ د ۱۳۹۹ د سلواغې میاشتې ۲۷ چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د فیبرورۍ له ۱۶ سره برابره ده د ښاغلي صاحب نظر سنګین په دفتر کې جوړه شوه چې ښځو او نارینه ګانو په ګډون د قومي او مذهبي ډلو کابو دیرشو استازو ګډون کړی وو.د دې غونډې په پیل کې د مدني ټولنې اوبشري حقونو د شبکې د عدالت غوښتنې برخې مسوول ښاغلي جواد دروازیان، د لږکیو د عدالت غوښتنې د کمیټې او په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د دې ډلې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل: دا کمیټه تر ډیره د قومي، مذهبي او ژبني تبعیض لمینځه وړو او همداراز د هیواد په راتلونکي برخلیک لکه د سولې بهیر په څیر پړاونو کې د لږکیو د شاملولو په برخه کې فعالیت کوي. ښاغلي دروازیان زیاته کړه: په خواشینۍ سره چې یوشمیر تبعیضي طرزالعملونه او قوانین شته چې بیاکتنې ته اړتیا لري. له بل لوري نه یواځې دا چې تبعیض په قوانینو بلکې په عمل کې هم د پراختیا په حال کې دی.د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د عدالت غوښتنې برخې مسوول همداراز وویل چې ولسمشرې ماڼې د ۲۰۱۷ میلادي کال د دیسمبر په دریمه په یو کنفرانس کې وویل: «.. عدلې وزارت ته هدایت ورکوو چې د تبعیض د لمینځه وړو په برخه کې د اساسي قانون په بنسټ سراسري اقدامات دی ترسره شي او د لازمه قوانینو یوه مقرره دې تدوین شي.» د دې فرمان له مخې قانون تسوید شو جو تر اوسه ېې په اړه هیڅ معلومات نشته، دا په داسې حال کې ده چې داشان قوانینو ته جدي اړتیا لیدل کیږي. هغه زیاته کړه همداراز لږکي…